تازه خبرونه
Home / پیغامونه / د ۱۴۳۴ هجري سپوميز کال د لوی اختر په مناسبت د عالیقدر ملامحمدعمر مجاهد حفظه الله د پيغام څو ټکي

د ۱۴۳۴ هجري سپوميز کال د لوی اختر په مناسبت د عالیقدر ملامحمدعمر مجاهد حفظه الله د پيغام څو ټکي

مسلمانانو وروڼو !

      د لوی اختر د خوښیو ورځې شپې په داسې حال کې لمانځو  چې  زموږ د هیواد تر څنګ په نړیواله سطحه اسلامي امت له خورا ډیرو مشکلاتو سره مخامخ دی، له یوې  خوا د ټول امت پر خلاف  د دښمنانو یرغلونه، دسیسې او ظالمانه اعمال جریان لري، او له بلې خوا په خپل منځ کې بې اتفاقي، بدبیني، تفرق، غداري  او‍ د اسلام د دښمنانو په لومه کې ښکېلتیا هغه مهلک امراض دي چې د امت بدن ته رسېدلي دي .

     د حج مبارکه او باعظمته اجتماع موږ ته  درس را کوي چې د دښمنانو تبلیغات، شیطاني افکار، بې اساسه شکونه،  قومي ، لساني سمتي، نژادي، مذهبي او نور تعصبونه  له  ذهنه وباسو، د خودخواهۍ، بدبینۍ او تفرق ذهنیت لري کړو، او یوازي د اسلام تر مبارک شعار لاندې  یو له بل  سره  خپله همدردي او خواخوږي وښیو، د امت  ټولې ناخوالې او مشکلات له همدې لاري حل کړو، راځئ په اسلام  ټینګې  منګولې ولګوو او د اسلام د لارښوونو په اساس  د نجات  واقعي لار ولټوو .

  

د اسلام خادم عالیقدرملا محمد عمر مجاهدحفظه الله

 

comments

2 comments

  1. اسلم نوری

    الله دی ژوند ولره الله تعالی دی ستاسو په خپل اواز کی پرموږ داخترمبارکی واوری

  2. دغره په سر يو څو ځوانان ښکاريږي له ښکلا ډک لکه ګلان ښاريږي

خپله تبصره ولیکې

. *

*