تازه خبرونه
Home / اقتصادي خبرونه / کندهار: د برېښنا نشتوالي لسګونه فابریکې وتړلې.

کندهار: د برېښنا نشتوالي لسګونه فابریکې وتړلې.

د کندهار صنعتي پارک لسګونه فابریکې تړل شوې چې له امله یې زرګونه کسان بې کاره شوي دي.
صنعت کارانو وروسته له هغه خپلې فابریکې وتړلې چې د کار لپاره ورته بریښنا نه رسیده .
د کندهار په صنعتي پارک کې تر دوه سوه زیاتو فابریکو فعالیت درلود چې زرګونه کسانوته په کې د کار او روزګار زمینه برابره وه.
د کندهار صنعت کارانو نن په یوه خبري غونډه کې خبریالانوته وویل چې له څو میاشتو راهیسي دوی ته بریښنا نه ده رسیدلې 97CB7583-7D69-4F7E-B9D2-4B19BF8FD510_w640_r1_s_cx0_cy9_cw0چې له امله یې دوی اړ شول خپلې فابریکې وتړي.
د صنعت کارانو د ټولنې یوه مشر فیض الحق وویل ،  له تېرو څلورو کلونو راهیسي د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې (یو ایس ایډ ) له خوا د جنراتورانو په مټ دوی ته بریښنا برابریده چې هغه هم له تیرو څلورو میاشتو راهیسي بنده شوې ده ..
نوموړی وایې چې د برېښنا د نشتوالي له کبله د هرې ورځې په تېرېدو د کندهار صنعتي پارک ته ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو تاوان اوړي چې زغمل یې د صنعت کارانو لپاره ناشونی وو.
د کندهار صنعت کارانو او مشرانو پر تېر او اوسني حکومت تور ولګاوه چې کندهارته  هیڅ پاملرنه نه کوي او په تیرو دیارلسو کلونو کې یې د بریښنالپاره هیڅ بنسټیز ګام پورته نه کړ.
د کندهار د ولایتي شورا غړي د صنعت کارانو په غونډه کې وویل چې د کندهار د برېښنا لپاره په تیرو کلونو کې د امریکا متحده ایالاتو شاوخوا ۱۴۸۵ میلیونه ډالر ولګول خو هیڅ اساسي کار یې په ونشو کړلای.
نوموړي وویل، چې دغه ټولې پيسي د بریښنا د شرکت لخوا ولګیدی خو هیڅ درک یې نه مالومېږي چې پرکومه ولاړې.
د کندهار د صنعت کارانو مشر ګل نواز په خبري غونډه کې وویل چې  د کندهار صنعتي پارک له ۱۰ تر ۱۵ میګاواټه پورې برېښنا ته اړتیا لري او له (یو ایس ایډ ) څخه یې وغوښتل چې تر راتلونکو دوو نورو کلونو پورې دی دوی ته د بریښنا په برابرولو کې مرسته وکړي..
نوموړی پر ګډ حکومت نیوکه وکړه چې یوازي ژمنې کوي او په عمل کې هیڅ هم نه ترسترګو کیږي.
د غونډې برخوالو صنعت کارانو او د ولایتي شورا غړو ګواښ وکړ چې که حکومت یې د برېښنا ستونزه حل نه کړي نو دوی به خپل اعتراض ترکابله ورسوي او هلته به په لاریونونه پیل وکړي.
عبدالکریم خپلواک

 

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*