تازه خبرونه
Home / سرمقاله / افغانان د ننګرهار له خونړۍ پیښې څه باید زده کړي؟

افغانان د ننګرهار له خونړۍ پیښې څه باید زده کړي؟

د ننګرهار ولایت وروستۍ  خونړۍ پیښه زمونږ دهیواد په روان نامناسب وضعیت کې د یوه بل ویرجن باب پرانیستل دي
دې پیښې وښودله چې د افغان ولس  دښمنان غواړي زمونږ په هیواد کې د انسان وژنې فرهنګ ترویج کړي ، هغه  وحشي فرهنګ چې په هیڅ انساني او اسلامي قاموس کې ځای نه لري.
د ننګرهار ویرجنه حادثه  په افغانستان کې دوحشت هغه توره څپه  ده چې  تورمخې  عاملین یې غواړي د دغه ډول نارواکړنو sARMAQAL AFGHANAN DA NANGARHARله لارې خپلو شومو اهدافوته ځان ورسوي.
د ننګرهار وحشي جنایت یواځې د ننګرهاري مسلمان ولس پرخلاف نه ، بلکې  د ټولو افغانانو او په مجموع کې د بشریت  پرخلاف هغه نه بښونکی جنایت دی چې د وحشي دښمن له وحشیانه هڅو پرده پورته کوي.
کولای شو د ننګرهار دغه ویرجنه حادثه  د ټول هیواد نا امني  لپاره  د بد مرغیو پیلامه وبولو هغه  پیلامه  چې له ننګرهاره ، ترکندهاره ، له  هراته تر بدخشانه  ، له کابله  تر نورستانه ټول هیواد بي ثباته کړي.
هو دغه جنایت د تیرکال د هغو خونړیو جنایتونو تسلسل دی چې په اورګون ، یحی خیلو ، هلمند او دهیواد په یو شمیر نورو ولایتونوکې ډیر شمیر افغانان د ویر پرکمبله کښینول.
که افغان ولس په متحدانه ډول سره  نور د دغه ډول جنایتونو  په  وړاندې  یو دریځ ونه نیسې ښايي چې دهغو خونړۍ څپې ټول هیواد متضرر کړي.
لهذا افغان ولس او د افغاني قضيي ټولو ښکیلو اړخونو ته په کار ده چې نورد خپل ځان او هیواد په اړه د مسؤلیت احساس وکړي  او د دا ډول جنایاتو د مخنیوي په اړه یو مثبت موقف غوره کړي.
د ننګرهار پیښه د  افغاني لانجې  د ټولو ذیدخله  خواوو لپاره یو درس  دی چې باید عبرت تري واخلي .
 که نن هم د دې پیښې په اړه د افغان کشالې ښکیل لوري بي تفاوته پاتې کیږي سبابه افغانستان هم د عراق او سوریې په څیر د قومي ، مذهبي او تنظیمي جګړو ډګر او نړیوال تروریستان  به  د افغانانو  پرککریو  د ویشتلو تمرینونه زده کوي.
د ولسي خلګو په منځ کې چاودنې ،  په مذهبي ، قومي او سمتي تړاو د هغوي زورول او کړول نه د افغانان کاردی اونه هم وو ، د جګړې او  مخاصمت دغه نوې بڼه په بشپړه توګه وارداتي او د پردویو کار دی.
دغه ډول وحشت یواځې د افغان ولس د مرعوب کولواو دهغوی ترمنځ د قومي ،مذهبي او تنظیمي مخاصماتو راپورته کولو لپاره ترسره کیږي .
د دغه وحشت مخنیوی یوې سرتاسرې ملي ارادې ، ملي یوالي او ملي دریځ  ته اړتیالري .
که نورهم افغانان او د افغان کشالې دخيل اطراف  د تنظیمي ، سیاسي ، قومي او مذهبي تمایلاتو په اساس د دغه نوي ماډل وحشت په مقابل کې بي تفاوته پاتې کیږي  دا به یقینا چې له افغان ولس سره دهغوی ستر تاریخي خیانت وي .
که نورهم هغوی د شخصي او سیاسي ملحوظاتو پراساس د خپلو غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره په پوځي حل لارې اصرارکوي او یواځې هغه د خپلو ستونزو حل بولي واقعا چې هغوی به   ټول  په تباهي محکومیږي او دملت او هیواد د تباهي مسؤلیت به هم  په تاریخي لحاظ د دوي پرغاړه پاتي کیږي .
مونږ مخکې هم ویلي چې د افغانستان د قضیې حل تر جګړې په سوله ښه کیدای شي .
که اوس هم د افغان معضلې دخیل اطراف یو دبل په مقابل کې پرجګړې ټینګار کوي دا د دې ښکارندویې کوي چې هغوی د خپل هیواد له شرائطو او ملموسو واقعیتونو څخه په ناخبري کې فرصتونه له لاسه ورکوي.
هغوی باید وړاندې تر دې چې فرصت یې له لاسه ووځي  د خپل هیواد د قضې د حل په اړه سالم قضاوت وکړي ، تر هرڅه له مخه باید جګړې ته دپاي ټکی کیږدي ، جګړه نور دلته فاجعې او ناورینونه زيږوي ، او تر جګړه ښایې په سوله اییزه او سیاسي مبارزه لاښه خپل هدف ترلاسه کړل شي.
نو د دې لپاره چې نورمو  خپل هیواد او ولس له فاجعو وژغورو باید جګړې او د جګړې عواملوته  دپای ټکی کیږدو .
دقضایاوو حل په خپل منځي تفاهم او مسؤلیت پذیري کې ولټوو او په دې اړه د خپل کړیدلي ولس او جګړه ځپلي هیواد د نجات لاره پیداکړو . 

 

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*