تازه خبرونه
Home / اقتصادي خبرونه / په یوه پروژه کې فساد، افغانستان له یو ملیارډ ډالرو بې برخې کړ.

په یوه پروژه کې فساد، افغانستان له یو ملیارډ ډالرو بې برخې کړ.

د مالیې وزیر وايي د قیصار- لامان د سړک پر سر د رامنځته شوې ستونزې له کبله د اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره خپلې مرستې ځنډولې دي. اکلیل حکیمي وايي که په دې اړه رامنځته شوې ستونزه حل شي، یاد بانک به د پراختیايي پروژو لپاره یو میلیارد ډالره له افغانستان سره مرسته وکړي. د قیصار-لامان سړک جوړوونکي شرکت د پروژې تر بشپړولو وړاندې ۱۰۰ میلیونه ډالر وړي. سره له دې چې حکومت د دې پیسو د ترلاسه کولو او د ستونزې د حل لپاره هڅې کړې، خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړي.
د هېواد د حلقوي سړک په یوه پروژه کې د مالي فساد له امله نږدې ده چې افغانستان د اسیا پراختیايي بانک یو میلیارد ډالره مرسته له لاسه ورکړي.
دغه پروژه د قیصار-لامان سړک دی، چې له مخې یې د افغانستان لوېدیځ او شمالي ولایتونه د بادغیس له لارې سره نښلول کېږي.
د قیصار-لامان ټرانزیټي سړک ۲۳۴ کیلو متره اوږدوالی لري چې په بشپړېدو سره به یې د افغانستان د حلقوي سړک وروستۍ برخه بشپړه شي.
پر دې سړک ٣٦٥ ميليونه ډالره لګښت راځي، چې د اسيايي پرمختيايي بانک له خوا ورکول کېږي.
د دغه سړک د جوړولو قرارداد په ۱۳۹۰ کال کې له یوې امریکايۍ- ترکۍ کمپنۍ (ICCI) سره وشو، خو تر لنډ ځنډ وروسته یې کار ودرېد او په ۱۳۹۲ کال کې بیا پیل idari fasadشو.
قراردادي کمپنۍ یو ځل بیا له کاره پر شا شوه او د سړک کار یې په نیمايي کې پرې ښود او هغه سل میلیونه ډالره چې په قرارداد کې ورته د مخکې ورکړې په توګه ورکړل شوي وو، هغه یې هم له ځان سره بهر ته وړې دي.
د دې پروژې پر تړون له مخکې نیوکې موجودې وې او قراردادي شرکت د دې جوګه نه و چې دغه تړون ور سره لاسلیک شي.
د ټولګټو وزارت او قراردادي شرکت د قیصار-لامان په پروژه کې د ځنډ لامل د لارې په اوږدو کې نا امني بلله، خو د اسیا پراختیايي بانک د دې پروژې د امنیت په موخه د افغانستان حکومت ته دېرش میلیونه امریکايي ډالره ورکړل.
له دې سره سره له ۱۳۹۲ کال راهیسې د سړک کار په ټپه ولاړ دی او په پروژه کې شوي اختلاس ته هم رسېدنه نه ده شوې.
د مالیې وزارت وايي، چې د قیصار-لامان د جنجالي پروژې له امله د اسیا پراختیايي بانک حاضر نه دی چې له افغانستان سره نوره مرسته وکړي.
د مالیې وزیر اکلیل احمد حکیمي پرون د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې د اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره د شاوخوا یو میلیارد ډالرو مرسته د همدې ستونزې په حل پورې مشروطه کړې ده.
حکیمي وویل چې د قیصار-لامان د سړک جوړونې په پروژه کې د اختلاس او رامنځته شوو ستونزو د حل په موخه یوه کمېټه جوړه شوې ده.
هغه زیاته کړه، تر څو چې دغه ستونزه حل شوي نه وي، د اسیا پراختیايي بانک حاضر نه دی چې د پراختیايي او بنسټیزو پروژو د تطبیق لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.
هغه وویل، د یادې موضوع د حل په صورت کې به د اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره یو میلیارد ډالره مرسته وکړي.
د ولسي جرګې په پرونۍ غونډه کې د بادغیس یو شمېر استازو د دې پروژې د ژر بشپړېدو غوښتنه کوله.
د قیصار-لامان سړک د افغانستان د حلقوي سړک وروستۍ برخه ده او د ټولګټو وزارت د پلان له مخې د حلقوي سړک چارې باید په ۲۰۰۸ میلادي کال کې بشپړې شوې وای.
د ټولګټو وزارت وايي چې د حلقوي سړک چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي او پاتې لس سلنه یې د همدې قیصار-لامان پروژې برخه ده.
د افغانستان حلقوي سړک له کابل څخه پيل د پروان، بغلان، بلخ، جوزجان، فارياب، بادغيس، هرات، کندهار، غزني او ميدان وردګو له لارې بيرته له کابل سره نښلي.

 

همیانۍ ورځپاڼه 

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*