تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د ثور اوومه؛ د کړاوونو او ناورینونو پیلامه

د ثور اوومه؛ د کړاوونو او ناورینونو پیلامه

د پاچا محمد ظاهر شاه په څلویښت کلنه دوره کې ډیر لومړي وزیران یو په بل پسې راغلل او لاړل، هر لومړي وزیر (صدراعظم) به ځانته تګلاره درلوده. څوک د احزابو او ګوندونو جوړولو پلویان وو، چا د ختیځ یاري کوله، چا لویدیځ ته تمایل ښوده خو لنډه دا چې د احزابو د جوړولو قانون، د بیان د آزادۍ قانون او نور تصویب او توشیح شول. اسلامي، ملي او کمونیستي ګوندونه تاسیس او په کار یې پیل وکړ، رسنۍ او مطبوعات خپریدل پیل شول، په اسلامي مطبوعاتو کې ګهیځ او ندای حق، په ملي خپرونو کې ولس، افغان ملت او د ستم ملي اخبار، په کمونیستي رسنیو کې خلق، پرچم، شعله جاوید او نورو په خپریدا پیل وکړ او نورې آزادې خپرونې هم نشرېدلې.
ګهیځ اخبار خپل رسالت د منهاج الدین ګهیځ  په زیار ادا کولو خو د بې دینانو د سترګو اغزی و، ګهیځ یې شهید کړ او خپله خوا یې پرې سړه کړه. ندای حق هم تل د حق da sawar 7 da karawonoاواز پورته کاوه، لوړ يې ساته خپل هڅه او هاند يې کاوه.
د کمونستانو خپرونې د خپلو بادارانو له خوا په ښه ډول تمویلیدلې نو خپرونې یې هم تیزې او چټکې وې، خپرونکي يې هم بې دینه او بې حیاء وو، نه يې د اسلامي مقدساتو له توهین او سپکاوي دریغ کولو او نه ورته افغاني ارزښتونو کوم اهمیت او ارزښت درلود. تل د کمونیزم په چوپړ کې بوخت وو. تر دې چې په خلق اخبار کې یې په لېنن باندې درود ووایه. د اسلام ستر لارښود حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم پسې یې بد رد وویل، ( مرد نه زنه) یې ونوماوه. دا چې د وخت حکومتونه وظیفه لري چې له اسلامي او ملي اصولو، اساساتو او ارزښتونو څخه بشپړه دفاع وکړي خو چندان غوږونه یې نه پرې ګرول، برخلاف خطرونه اسلامپالو ته متوجه وو. بندیخانې او زندانونه له مسلمانانو څخه ډکیدل، د روسانو او نورو مزدورانو په خلاص مټ کار کولو  چا یې مخه نه نیوله خو د ګهیځ او ګهیځ په څیر نور ډیر د یو راڼه او سپین ګهيځ  راختلو په تمه شهیدان شول او له ژوندیو بندیخانې ډکې شوې.
سرو روسانو د افغانستان ازلي دښمنانو په خلاص مټ په افغانستان کې هر ډول فعالیت کولو باندې خپل بړیڅي ښه نازول نو هغوی هم په هر میدان ښه ګرم کارونه تر سره کول. خیبر، تره کي، کارمل، امین، لایق، بارق، اناهیتا، نجیب او نورو په واز کومي خلک کمونیزم ته رابلل. د کمونیزم نه پلي کیدونکي شعارونه يې تشریح کول خو د وخت حکومت ویده و د هغوی ( کمونستانو) کړنې یې نه ليدلې تر څو په ۲۶ د سرطان ۱۳۵۲ پاچایي او سلطنت په جمهوریت واوښت ، هرڅه بدل شول خو بیا هم کمونستانو د شیطان په څير د سردار محمد داوود خان په رګو کې ورننوتل چې د هغه د راپرځولو له پاره لار هواره کړي هماغه و چې د شورویانو بړیڅو خپل استاد میراکبرخیبر وواژه د هغه مړی یې په نوي ډول د کابل ښار کې وګرځاؤ او بیا يې په شهدايي صالحین کې هغه مردار په خاورو ومانډ او د وژنې تور یې په سردار محمدداوود خان پورې کړ. شهید سردار ډیری کمونست مشران بندیان کړل خو ويې نه وژل چې په نتیجه کې د هغوی (کمونستانو) پلویانو د ثور په اوومه (۱۳۵۷) کودتا وکړه. 
سردار محمد داوود خان د هغه ورور سردار محمدنعیم خان او د کورنۍ اوولس تنه يې په شهادت ورسول او اته تنه یې ټپیان شول .
نورمحمد تره کی او نور ملګري یې د خپلو ملګرو له خوا له بندیخانې خلاص سول. تره کي د جمهور رئيس، دانقلابې شورا رئيس او صدراعظم څوکۍ ترلاسه کړې. ببرک کارمل بیا په دریو واړو واکونو (څوکیو) کې د تره کي مرستیال وټاکل شو او امین خارجه وزیر تعین شو.  کمونستانو چې واک تر لاسه کړ، ورسره یې نوي شعارونه پیل کړل. د ( کور، کالي، ډوډۍ) نارې سورې یې شروع کړې. د ویښو علماوو، معلمانو، استادانو، محصیلینو او قومي مشرانو په وژنو او بندي کولو یې لاس پورې کړ. هره خوا يې خپل بړیڅي او جاسوسان د جاسوسۍ له پاره واستول آن تر دې چې کمونست زوی د خپل مسلمان پلار او کمونستې ښځې د خپل مسلمان خاوند جاسوسي کوله او بالعکس هم کېدل. 
په ټول هیواد کې ډار او ویره خپره شول. معلمان ولسوالان او والیان شول، استادانو وزارتونه تر لاسه کړل ، واړه ضابطان او ضابطان جنرالۍ ته ورسیدل. د تره کي له وینا سره به بې مفهومه د (هورااا) ناره زمزمه کېده.
وهل ټکول پیل شول، بندیخانې ډکې شوې نو کمونستانو د (اصحاب الاخدود) کيسه شروع کړه، په توره شپه کې به یې مسلمان بندیان د خلاصېدو په نوم له زندانه را بهر کړل او په هماغه خندقونو چې لا له وړاندې به يې ایستلي وو، واچول خاورې به یې پرې واړولې چې د هغی وارثان د کمونستانو تر پرزېدلو پورې ورته انتظار وو او ځينې خو لا تر اوسه هم باور نه کوي؛ وايي زمونږ بندیان به راخلاصیږي!! 
د کمونستانو له کودتاه درې ورځې وروسته وسله وال جهاد پیل شو، د جهاد سنګرونه ډير ژر ګرم شول نو کمونستانو هم ظلم زور بیخي اوج ته ورساوه . په خپلو منځو کې یې هم د سپیو غوندې سره وخوړل. تره کی یې په خپلو اعمالو پسې ورولېږه او بیا ډير ژر شورویانو امین هم خمیره کړ او د یرغل لاره یې برابره کړه. یولک او شل زره شورویان افغانستان ته راغلل، په هیواد کې خپاره شول، هوایي او ځمکني بریدونه یې شروع کړل. په مسلمان ملت باندې بل ناورین را نازل شو خو د ولس هوډ، اراده او تکل ټکنی نشو او لا پیاوړی شو. د شهادتونو او هجرتونو لړۍ تېزه او چټکه شوه. د  جهاد سنګرونه لا محکم شول. جهاد له غرونو څخه کلیو، له کلیو نه ښارونو او له ښارونو څخه آن پلازمېنې ته ورسیده. د شورویانو د بړیڅو او نوکرانو تعویض او تبدیل پيل شو. کارمل یې په نجیب بدل کړ خو د هغوی موخې ترلاسه شوې، تر شاه یې يو ډیره ناولې عمله او مفسده ډله د واک په ګدۍ پریښودل ، چې بالاخره دوی هم له افغانستانه رسوا او شرمنده ووتل خو د دوی او د بړیڅو د غوايي د اوومې ناخوالې، نادودې، ظلمونه، بریدونه، یرغلونه او کړاوونه وو چې د صلیبیانو اشر او بیا یرغل ته یې لاره جوړه کړه او په خپله هماغه د امپریالیزم دښمنان اوس هم په مهمو څوکیو ناست دي.
مسلمانو افغانانو ته ټولې ستونزې د ثور د اوومې کرغیړنې کودتا نه راپاتې دي خو بې حیاء کمونستان او د هغوی تر سیوري لاندې لوی شوي بیا دا ستونزې له ځانه اخوا کوي او په مجاهدینو او مجاهد ملت یې وراچوي چې دا سراسر له عقل او سالم منطق نه خلاف دي؛ ځکه چې د شهید داوود خان جمهوري دولت د دیموکراسۍ په اصولو ولاړ و، که ړنګول يې پکار و نو اسلامپالو به ړنګولو نه کمونستانو ځکه دوی په هماغه جمهوریت کې غوښینه برخه درلوده خو د افغانانو د بدمرغه کولو له پاره يې ملا تړلې وه، بدمرغه یې کړل او لا بوخت دي بدمرغه کوي يې.

 ( شعار یې کور، کالي ډوډۍ و 
                                   کوریې شو ګور، کالي کفن، ډوډۍ غمونه)

لیکنه : عبدالروف خپلواک

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*