تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د ثور خونړۍ اوومه!

د ثور خونړۍ اوومه!

نه پوهېږم چې د ثور ۷ مې کودتاچيان به د شوروي اتحاد ( ودکا) شرابو دومره مست کړي وو، چې دين، اخلاقو او ګردو انساني ارزښتونو ته يې شا کړله او يا د کمونيزم سراب ډوله جنت ته د ورننوتو غلط ګومان دې ته هڅولي وو چې له خپل ملت، ولس، هېواد،‎‎ جغرافيې او تاريخ څخه اړيکې و شلوي او پردي شي؟! او بيا د مليونونو ميلونونو انسانانو په دين، فکر، ارزښتونو، کلتور او کلچر ورودانګي بې‌باکانه او بې شرمانه تاخت و تاز ورباندې پيل کړي؟!

ويدې فتنې را ويښې شوې!

دا څه تبليغات، پروپاګنډه نه ده او نه څه تصنعي پاروونکې خبرې دي، هغه چا چې د ١٣٥٧ کال د ثور احمق کودتاچيان ليدلي وي او د هغه تر نظام لاندې يې څو شپې سبا کړي وي. له هغوى سره تاسو لږ کښېنئ! او د هغه وخت حالات ورڅخه وپوښتئ او ترې وايې ورئ!

په دفترونو، ادارو، ښوونځيو، ښارونو، ان عامه کوڅو او کليو کې د هغوى له غرور، کبر څخه ډک بې باکانه او شرميدلی روش ته سړی هک پک حیران شي! ستا د کلونو کلونو د دفتر ملګری به و، په ښوونځي کې ټولګیوال او يا په کلي کې د ښې او بدې شریک ګاونډی او یا هم نسبي خپل او رشته دار خو چې کودتا وشوه او ځان يې خلقی او یا پرچمی باله؛ نو بیا يې د تېرې او ماضي د هېڅ پيوند، دوستۍ او رابطې پروا نه ساتله او نه پاله معیار. بس همدا يوه الحادي نظريه وه او له دې اخوا هر خپل ورته پردی، آشنا ورته نا آشنا شو. ان تر دې چې خپل ملګري، کلیوال او دوست يو د بل دوشمنان شول، د خلقي نظام د مخالف ټاپه به يې پرې ووهله او استخباراتو ته به يې په لاس ورکړ او په زرګونو کسان په همدې شکل تر ننه ورک دي، شهيدان يې کړل او حتی قبرونه يې هم چاته نه دي معلوم.

خلقیانو او پرچميانو له يوې خوا په روس او کمونيزم دومره فخر کولو چې يوه دقیقه يې هم د لینین او مارکس صفتونه له خولې نه غورځول او بل لور ته يې په اسلام، عالم، ملا، صوفي، جومات، لمانځه او نورو اسلامي شعایرو ملنډې وهلې، د ولس په بانفوذه خلکو، خان، ملک، مخور، د کلي د سر په سړيو يې مسخرې او استهزاءګانې کولې، د ابتلاګانو هسې دور پیل شو چې چا په خوب هم نه و ليدلی، پټې او ويدې فتنې راويښې شوې. چا ته به يې مرتجع ويل، چا ته فيوډال، چا ته د انګريز جاسوس چا ته د خميني پيرو چا ته اخوانی، چاته اشرار او نور نور… ويل.

مچ هم په توپ وولئ!

د شوروي په ملاتړ خلقي او پرچمي کودتاچيان چې واک ته ورسیدل نو په دوی کې وتلی او نابغه! شخصیت نور محمد ترکی يې رييس جمهور وټاکه هغه به په سپين سر او شنو برېتونو دیندارو خلکو عالمانو او روحاني کورنیو ته د تلويزیون او راديو له لارې د تورې ارتجاع نسبت کاوه او د هېواد مخورو ولسي او دولتي خلکو ته چې خلقيان به نه وو د امپرياليزم او فيوډاليزم نمايندګان ويل، هر خلقي او پرچمي ته به يې د هغوى په ضد د انقلابي برخورد علني قومانده ورکوله.

ويل به يې: ملګرو! سړک مې در ته قير کړى په سل ميله کې پرې ورځئ، هيڅوک ستاسو د خلق ديموکاتيک نظام مخالفت نه شي کولى، د نړۍ ټول کارګري خوځښتونه ستاسو تر شا ولاړ دي! دوی به ويل: «که مچ هم زمونږ د خلقي نظام په ضد او خلاف بڼ وکا په توپ يې وولئ!» دا يې د دوی هغه مدبر مشر!! او خلاقه څيره وه، کارمل، حفیظ الله، نجیب، اناهیتا او نور خلقیان او پرچميان خو هسې هم د اخلاقو او انسانيت پولې لا دمخه کراس کړې وې.

دا چې د هېواد رئيس جمهور د ولس ځپلو په اړه په داسې بې مسؤولیته افراط او تشدد کې د اقتدار په نشه مست او ليوني روسی آس سپور وي، څه فکر کوئ هغه ځوانان چې په طبيعي توګه د ځوانۍ ليونتوب په سر اخستي وي او د چارواکو له لورې نور هم په شا وټپول شي له خرمستۍ او د ملت ځورونې پرته نور د څه توقع ترې کېداى شي؟!

د خلکو شخصي آزادۍ سلبول!

د نړۍ له حالاتو څخه د خلکو د بې خبره ساتلو په موخه يې هيچا ته دا حق نه ورکاوه چې له کابل راديو څخه پرته د نړۍ د هرې بلې راديو خبرونه واوري. ان تر دې چې بي بي سي راديو نيول ستر جرم وو. اطرافي ملايانو د سپينو دستارونو او سپينو جامو په ځاى خړې او تورې جامې او پګړۍ وکړې. د ډيرو داسې سپین روبو علماوو نومونه سړی اخستی شی چې د ۱۳۵۷ کال ژمی يې په سړو سیمو کې د ورځې په غرونو او غارونو او د شپې په غوجلونو کې له وېرې تیر کړ.

څرنګه چې په دې ژمي کې د جهاد لمن تر کنړ او پکتيا زياته نه وه غزیدلې او نورو کلونو کې خو د هيواد ټولې اطرافی سیمې آزادې او د مجاهدينو هلته واک او راج چلیده او يوازې د بمباردونو او لويو قواوو د حملو خطر و، همدارنګه مامورينو له وېرې له خپل دفتر څخه جاى نمازونه راغونډ کړل. په ښوونځيو او پوهنتونو کې د اسلام، دين او پيغمبر په ضد سپک بحثونه اومغرضانه اعتراضونه علني پيل شول. په کليو da sawr khonare 7maکې د کلي مشري او اختيارات مفسدينو ته وسپارل شوه.

د ثور د کودتا له اولې ورځې نيول، ټکول او منفکول پيل شول. له يوې مياشتې په کمه موده کې تر ولسوال او د مکتب تر سرمعلم پورې غير خلقي او غیر پرچمي خلک يې منفک کړل، دولتي ادارې په بشپړه توګه د خلقيانو او پرچميانو تر سرپرستۍ لاندې ورکل شوې. مشري هر ځای د خلقی او پرچمی د تقدیر فیصله شوی حق وبلل شو. که هرڅو د کمزورۍ استعداد څښتن به و. چاچې خلک ډير ځورولي، وهلي، ټکولي او بندي کولی شي، همغوی انقلاب ته وفادار بلل کيدل او د لوړو امتيازاتو څخه به برخمن وو.

سازمان، مارشونه او کمونیستي درسونه!

په هره اداره او تعليمي موسسه کې سازمان جوړ شو چې د کمونیزم فکري درسونه به پکې ورکول کيدل، د شوروي تاريخ د کمونيستي فکر اصول، د لېنين او ترکي بيوګرافي به له يوې خوا پکې ويل کيدل او د اسلام ضد درسونه له بلې خوا چې په دې توګه يې ځوانان او نجوني له دين څخه تيښتې او بغاوت ته تشويقول .

سور سازمان به (په ګرم شه لا ګرم شه اې د آزادی لمره!!) ترانو نور هم سور تبخى شو. د شپې او ورځې به د هلکانو او نجونو ګډ محفلونه، بنډارونه، رقص او ګډا روان وو ځوانانو سره کميسونه، سرې نکتايۍ واغوستل، دين ستيزه کمونستی-لېنينستي درسونه علني پیل شول. سره بيرغونه او مارشونه پيل شول او بيا سازمانيانو ته روسي پاپشي –تومانچې او کلاشینکوفونه په غاړو او اوږو کې ور واچول شوې، په روسي جيپ موټرو کې سپاره کليو او ناحيو کې يې ګزمې او تلاشي پيل کړې، دا ټول هغه څه وو چې د سازمانيانو ليونتوب او خرمستۍ ته يې چارچ ورکاوه. د ولس فرد-فرد يې وځوراوه، تهديد يې کړ، د انقلاب په وړاندې د مخالفت په تور يې هر سپين تور کړ او په دې سلسله کې ټولو کمونيستې هيوادونو ته د تعلیم په پلمه بورسونه ورکول او د دوی د مغز شويۍ په خاطر يې هلته استول ان تر دې چې واړه واړه ماشومان يې هم وليږل تر څو پاخه کمونېستان وروزل شي.

سره کودتا، سرې جنډې او سره فرمانونه!

خلقي حکومت يو پر بل پسې نمبر په نمبر فرمانونه را وايستل لکه د ښځو د مهر او ځمکو د وېش فرمانونه!! چا به چې په کور کې ناواده شوې خويندې يا لوڼې لرلې هغوی ته به يې ويل: دوی آزادې دي له هر چا سره چې واده کول غواړي تاسو يې د منعه کولو هيڅ حق نلرئ، په خلق دیموکراتیک نظام کې د سیال او خیال ګنجايش نشته دی. له ٣٠٠ افغانيو څخه لوړ مهر څوک نه شي اخيستى چې ډېرې نجونې يې له کورنيو څخه بغاوت ته وهڅولې او ډير داسی مثالونه هم شته چې کومه نجلۍ به د کوم خلقي يا پرچمي خوښه شوه د سازمانيانو په زور به يې د پلار او ورور له کوره وايستلې، امنيتي حوزه کې به يې په زور او تهدید نکاح کړلې او تر ننه ورکره ناستې دي، اولادونه لري!

چا ته به يې ويل ته ولې دومره ډېره ځمکه لرې په هغوى پسې يې فرمانونه نمبر په نمبر را ايستل او په دهقانانو، ډمانو او بې کاره او بې کسبه خلکو يې د هغوى ځمکې وويشلې، دا پوښتنه نه وه چې دا ځمکه دې سړي په څه ډول پيدا کړې؟

د کمونيزم د متحد المال فرمان له مخې له څو جريبه څخه چې چا زياته ځمکه درلوده په هغې د ويش رسۍ واچول شوه د ډولونو او اتڼونو په شور او زوږ کې د (هورا، هورا ) زنده باد رهبر خلاق نورمحمد ترکي!! زنده باد لېنین کبیر!!! تر کرغېړنو شعارونو لاندې د مالکانو په مخ کې يې پر ځمکو توزيع پيل کړه کورونه او کلاګانې يې ضبط او دولتي کړلې.

د علمي، فني او سیاسی کدرونو بیخ او بنیاد نړول!

د هېواد صدر اعظم د جامعه ازهر فارغ محمد موسى شفيق، د کابل پوهنتون د شرعياتو د فاکولتې مؤسس د هېواد ديني عالم د نهضت مشر استاد غلام محمد نيازی، مولوي عبدالرب احدي، انجینیر نصرتيار، خواجه محفوظ، استاد غلام رباني عطيش، استاذ غلام حضرت (منيب)، استاذ ګل محمد خان،استاذ عبدالقادر (توانا)، استاذ اسماعيل بلخي، سره له زرګونو با استعداده علمي کدرونه يې بنديان کړل پرته له کوم جرم او قضايي محاکمي تر ننه ورک شول د هېواد وتلي صاحب منصبان لکه: جنرال عبدالکریم مستغني، ډګر جنرال عبدالعلی وردګ، جنرال عبدالغني، جنرال عبدالحکیم کټوازی او په زرګونو صاحب منصبانو د هیواد حربي او نظامي کدرونه يې شهیدان او بندیان کړل چې د کلونو کلونو په اوږدو کې د هیواد د کونډو او یتيمانو او نورو بيوزلو او خوارانو په بیت المال روزل شوي وو، هغه ډاکټران، انجينران، د معارف او فکر خلک، د هېواد وتلي ليکوالان، اديبان، شاعران، د هېواد وتلي فضايي کدرونه، قانون پوهان د علومو او فنونو ماهران، با تجربه څارنوالان په نړيواله کچه سياسي او ډيپلوماتيک کدرونه يې ونيول، څوک يې شهیدان کړل او څوک يې د خپل کور، کلي او هیواد پريښودلو ته اړ کړل چې که نومونه يې سره له تخصصه، سره له دولتي وظائفو را واخلو کېداى شي چې زمونږ اوسني ځوان نسل ته د دومره ستر او سورور جنایت منل ناشونی وبرېښي. د يو او دوو تنو له خولې په اوریدلو،او يوې مقالې په لوستلو يې کيدای شی په آسانه باور هم را نه شي؛ خو څرنګه چې دا ډېر نژدې تاريخ دى چې په زرګونو خلک د دغو حالاتو ژوندي شاهدان دي.

ژوندي کمونستان هم پرې شاهدان دي!

که څوک د اسد الله سروري، سليمان لايق، نورالحق علومي د خلق او پرچم د دورې وزیرانو، وکیلانو، واليانو او زرګونو ژونديو خلقيانو او پرچميانو څخه پوښتنه وکړي چې دا خلک مو ولې او په څه جرم یا وژلي او يا شړلي او یا نیولي او څه مو کړل؟! خولې به يې بې ځوابه وازې پاتې شي او انکار نه شي کولى، متأسفانه چې دغو داخلی کشمکشونو مونږ دومره وځپلو چې د دغو تپوسونو فرصت مو هم لا نه دی موندلی او دا لانجې هم د يوه منظم پلان برخه دي چې چې د همدې فرصتونو د نه میندلو او ضايع کيدلو په موخه په لاره اچول شوی او جريان لري‎.

سلیمان لايق همدا سږ کال په يوه مرکه کې چې پوښتنه ترې وشوه: آیا په کمونیستی دولت کې پخپلو کړنو پښيمانه نه يې؟ ده وویل: نه هيڅکله! پر خره سوریدل يو شرم اوترې کوزیدل بل شرم !!

او دغه د څو دورو رئيس جمهوران لکه: جناب حضرت صبغت الله مجددي، جناب مرحوم استاد رباني، جناب ملا محمد عمر مجاهد، جناب حامد کرزى، جناب محمد اشرف غني، دا صدراعظمان لکه جناب انجینیرګلبدین حکمتیار، مرحوم استاذ فرید، جناب انجینیر احمدشاه احمدزی او جهادي رهبران جناب مرحوم مولوي محمد نبي محمدي، جناب مرحوم مولوي خالص او جناب استاد سياف او جناب ډاکټر عبدالله عبدالله، جناب خليلي، جناب آيت الله محمد آصف محسني، جناب محقق او نور خو ټول هغه خلک دي چې د خلقيانو او پرچميانو له لاسه يې وطن پرې ايښى وو.

د دوى جرم له اسلام څخه پرته نور څه وو؟

او ډاکټر عبدالحکيم طيبي، عبدالصمد حامد، پوهاند عظيمي، پوهاند ابلاغ، پوهاند عبدالستار سيرت دا ټول دوى له هېواده شړلي وو.

د هېواد لوى لوى روحانيون او پيران د قلعه جواد حضرت صاحب سره له ټول خاندانه يې د شپې په تور تم کې د زنانه وو په شمول ونيول او تر ننه لا درکه دي. د تګاب ميا ګل جان اغا ولسي خلکو د ١٣٥٧ کال د ژمي په واورو کې په کټ کې د غرونو له لارې پيښور ته ووېست او د خلقي حکومت له خونړيو منګولو څخه يې وژغورلو.

د افغان ملت د ګوند مشران يې هم ونشواى زغملى، آن تر دې چې د شعله جاويد او ستم ملي ګوندونه چې خپل فعاليتونه يې زير زميني کړي وو هم و نشواى زغملى. تر ايران، امريکا، جرمني،کويټې او لندن يې تېر کړل. او څه يې د زندان د تورو تمبو شا ته واچول.

دا وطن يې په خلکو سور تنور کړ چې نور نو د ګذارې ووت.

د اسلامي تحريک کارکنانو او فعالانو چې لا دمخه د خلقيانو او پرچميانو څېرې تشخيص کړې وې او د دوى په ضد له جهاد پرته بله چاره يې نه لېدله نو جهاد يې پيل کړ او ولس چې له دې خوا په تنګېده نو د جهاد صفونو ته په وياړ او خوښې ورګډېده.

خلق او پرچم د کليو او بانډو په بمباردولو پیل وکړ. بالآخره له هغسې مقاومت سره مخ شول چې نه يې روسانو تصور درلود او نه دوى. يوه نا اشنا بده او بدرنګه کودتا له يوه شديد عکس العمل سره مخ شوه. څومره چې خلقيانو اسلام او ولس ضد فعاليتونه په شدت پيل کړي وو څو برابره زيات د مسلمان ولس له شديد مخالفت، جهاد او مقابلې سره مخامخ شول. له دوه مليونو زيات مسلمانان يې ووژل، لس لکه خلک يې د خپل وطن پريښودلو ته اړ کړل، خو دوی هم د آرام ورځ ونه لیده.

هو! ولسونه ځورول، ټکول، زنداني کول، وژل او شړل همداسې بد نتايج تر شا لري. هيڅوک دې په خپل شور او د پرديو په زور او شاباس نه غوليږي. ولسونه او کلي په زور نه کېږي، نه جوړيږي او نه چليږي.

د خلقيانو او پرچميانو زور چې اوبه شو نو شوروي اتحاد او روسانو ته يې په وار وار د مداخلې بلنه ورکړه په ځانګړې توګه د هرات د مسلمان ولس د عمومی قيام په جریان کې چې روسانو به ورته ویل مونږکه افشا شو د نړۍ له غبرګون سره مخ کيږو، ترکی او امین به ورته ویل: تاسو د ازبکستان او تاجکستان اتباع را واستوئ چې له افغاني ترکمن او ازبک نژادو سره يې څيرې ورته والی او يوشانته والی لري او پخپلو ټانګونو او موټرو افغاني مارک او ټاپې ووهي؛ خو دا کار هغه وخت ونشو، خو کله چې د خلق او پرچم د کودتا په ضد د غرونو او سردرو څخه پيل شوی جهاد د کابل تر دروازو راورسید، د روسانو او درستې نړۍ د توقع خلاف دغه افغاني او اسلامي جهاد د بري په درشل پل ايښود او کمونستي نظام د نابودۍ د کندې په ژۍ ودرید، روسانوپه نوره نړۍ کې د خپلو مستعمرو د سقو‎ط د خطر احساس کاوه، له دې ويرې يې مستقيمه مداخله وکړه، هغه شوروي چې امريکا په کیلو مترونو لرې فاصله کې ترې په وېره کې وو؛ خو دلته د داسې ماتې، هو! او رسوا ماتې سره مخ شو چې نه تنها د کمونيزم تاريخ مات شو بلکې جغرافيه يې هم دړې وړې شوه. نن د نړۍ په نقشه کې شوروي اتحاد نشته، نن د کمونيزم د فکر دعوت نه شته. نن د لېنين مجسمې ته نه يوازې څوک سر نه ښکته کوي بلکې په کارګري کرنګونو يې په لېنينګراد، مسکو، بلغاريې، ختيځ آلمان، چکوسلواکيا او هنګري کې را وغورځولې دغه هیوادونه د منځني آسيا هیوادونو په شمول آزاد شول سمرقند او بخارا له شوروي سره اژدها له حلقومه راووتل!!

کمونيزم نن د تاريخ زباله دان ته غورځول شوى، څوک به وا نه وري چې چېرته کوم سړي د کمونيزم مفکوره غوره کړي وي.

کمونستان نن سبا د کمونيزم څخه په تېښته کې دي. د غرب او امريکې لمنې ته پناه وړي.

هو… برق از تيزى خود زود فنا ميگردد.

کمونيزم له انساني فطرت سره يوه متضاده ملحدانه نظريه ده چې د لور او څټک د ظلم تر سيوري لاندې وچلول شوه آخر ناچله شوه همدارنګه به هر غير انساني او غير فطري نظريه آخر د سقوط او ماتې سره مخ کېږي، او تور امپرياليزم هم د سره کمونیزم پر لار ور روان دی او د زوال شپې يې رانژدې ښکاري ـ ان شاءالله .

هو! نظريې د توپونو او ټانګونو، جيلونو او وژلو او شړلو په تهديد څوک په چا نه شي منلى او تپلی!

همدارنګه د خلق او پرچم خونخواره کودتا په شرمونو وشرمېده نه تنها مسلمان مخالفين يې دلته نيمه پيړۍ ووژل، وځورول او وشړل، بلکې د هيواد هغه هندوان او سکان چې کلونه کلونه دلته آرام اوسیدل هغوی هم د کمونیزم له شره په امن نه ووو ډير يې وتښتیدل.

د کومنیزم د ګوډاکيانو په لاس بل شوی اور لمبې دومره ګرمې او پراخه شوې چې دوی هم خوندي پاته نشول دوی هم دوه چنده او درې چنده ضربې ولېدې. په مادي او شخصي لحاظ هم د هر لور نه خوار شول معنويت خو يې هسې هم په خپله په سيند لاهو کړى وو.

د خلق او پرچم عجولو، حسودو او جاهلو پيروانو نه يوازې مسلمان ولس وځپلو بلکې ځانونه او راتلونکي نسلونه يې هم د ستر شرم، رسوايۍ او پيغور په غمجن ټغر کښېنول.

د خپل هغه دښمن (امپرياليزم) په لمن کې له شرمه ډکې شپې سبا کوي چې له هغه سره د تړاو په دروغجن تور يې ولس له دغې سترې غميزې سره مخ کړ. کېداى شي خپل ضمير او وجدان ته هم سرټيټي وي. خپل شعار او خپلې دعوې ته هم شرمنده وي. په ولس، ملت او هيواد کې خو يې خپل ځاى او بستره په خپله په اور سيزلى وو.

لیکنه: قاضي محمد حسن (اسلامي)

 

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*