تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / زموږ د تاريخ يوه توره ويرجنه ورځ

زموږ د تاريخ يوه توره ويرجنه ورځ

کابل کې د څرخي پله راروان کتار کې شوبلې او ټانکونه له ورايه تور تور کېدل ، يو او بل خوا يې غړۍ اړولې تا به ويل د پښېمانۍ سرونه خوځوي او پوهيږي چې کومې سترې ګناه ، لوی جنايت او غټې بدۍ ته روان دي. همدا پوځي کتار د ارګ ورانولو ته روان ؤ ، له هر قدم سره يې هم زمکه خوځوله او هم د خلکو زړونه . خو موږ نه پوهېدو چې اوس ايله دوه درې ساعته وروسته د افغان ولس هغه بدمرغي راتلونکې ده چې دادی نن يې اته دېرشم پسرلی پيلوو . دا د (هـ.ش۱۳۵۷)کال د ثور اوومه  د پنجشنبې ورځ غرمه يوولس۱۱ نيمې بجې وې چې ناببره د افغانانو پر باچايي کلا د توپونو او ماشين ګڼو سخت باړونه وچلېدل، لږ وروسته جيټ الوتکو بمونه واچول او بيا جګړه د ارګ خونې خونې ته ننوته . د باچا داودخان په شمول زرګونه عسکر ووژل شول او په دې ډول د افغانانو تخت وبخت نسکور او پر هېواد يې د بدمرغيو ، ناخوالو او مصيبتونو تورې لوخړې را خپرې شوې . له هماغې ورځې بيا تر ننه موږ د خوښۍ او سوکالۍ مخ ونه ليد . نن اووه دېرش کاله پوره شول خو هماغه بلاجنه خپسه مو لا پر ټټر پره ده ، د بديو ، وژنو ، دښمنيو او کينو -رخو ډېره خطرناکه خپسه .  zamoz da tarekh tora wrazدغو تېرو اووه دېرشو کلو کې نه يوازې موږ ته لکونه کونډې ، بورې ، ورارې او يتيمان را په غاړه او د هېواد کلي کلي کنډواله شول بلکې خپلو کې مو هم سره وخوړل ،په خوابدۍ او دښمنيو واوښتو چې زموږ له همدې کورني تاوتريخوالي بيا پرديو هم ډېره ګټه واخيسته او بالآخره هېواد او مېشت قومونه ټوټه ټوټه او دړې وړې شول .په هر صورت د تراژېدۍ او ناخوالو دغه نکل ډېر اوږد او دردونکی دی او موږ له تېرو اووه دېرشو کلو راهيسې د همدې ماتم پر ټغر ناست يو ، خو د ماتم له دې مجلسه هيڅ نه جوړيږي ، راځئ چې اوس يو بل ټغر هوار کړو ، د فکر وسوچ او بحث و څېړنې ټغر . دلته به زړې کيسې  پرېږدو ځکه دا وخت موږ هر يوه سره د زړو پېښو بلا تجربې دي چې هر يو په خپل وار ښه ډېره استفاده ترې کولای شي . نو خير ؛ مهمه داده چې خپله راتلونکې وڅېړو او د روان اووه دېرش کلن ناورين د خاتمې لپاره څه معقولې او مناسبې لارې چارې ولټوو . ځکه په دې خو پوهيږو چې تر څو موږ خپله د خپل حالت سمولو فکر و اراده ونه کړو ، ناشونې ده چې حال کې مو بدلون او سمون راشي . دا چې غم او ښادي تل سره تړلي او دواړه د ژوند مهم اړخونه دي نو په دې اساس موږ ته هم لازمه ده چې له وير ، ساندو او ماتم سره سره د خپل ملي ژوند د پرمختګ او سمون لپاره د جرګو او مرکو په ټغر هم کېنو . او دا وګورو چې ايا دغه نوی پسرلی او نوی کال په څه ډول د خپل هېواد او خلکو لپاره د خوښۍ ، نېکمرغۍ او سوکالۍ په کال بدلولای شو . راځئ خپلو افکارو او تګلارو کې څه مثبت بدلون راولو . په دې ډول چې د تېرو اووه دېرشو کلو چارې اته دېرشم پسرلي کې تکرار نه کړو . راځئ له دې تکراره لاس واخلو . مانا چې تېرو اووه دېرشو کلو غوندې اته دېرشم پسرلی د نوي تصفيوي عملياتو او جګړه ايز «عزم»په اعلان نه ، بلکې د فکر ، څړنې او جرګې په اعلان پيل کړو . ښايي الله تعالی مو پر حال ورحميږي او د بدۍ ، دښمنۍ او تربګنۍ تورې شيشکې او خپسې مو له کلي وتښتي ، ترږمۍ ختمې شي ، يو بل ووينو ، په خبره سره پوه شو او هر څه ته له نوي سره حساب ونيسو . تاسې وواياست نن د ثور اوومه کوم بنډار کې برخه اخلئ د تېر ماتم که د راتلونکې لپاره د فکر و سوچ مجلس کې ؟
لیکنه : سلیمان احمدي

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*