تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د غوایي اوومه ـ اتمه ، درسونه اوعبرتونه

د غوایي اوومه ـ اتمه ، درسونه اوعبرتونه

د (هـ.ش۱۳۵۷) کال د ثور له اوومې بيا د (هـ.ش۱۳۷۱) کال ثور تر اتمې پوره څوارلس کاله افغان ولس ډېرې ناخوالې او بدمرغۍ تېرې کړې د بدمرغيو بنياد کمونستانو کېښود ځکه پر هېواد پوره واکمن نظام يې د يوې خونړۍ کودتا په واسطه له پښو وغورځاو او بيا يې د هېواد او حکومت پر ټولو ادارو په بې شانه انحصاري توګه خېټه واچوله ، هر څه يې پر خپلو ګوندي ملګرو ووېشل او عام ولس ته يې تر حده زيات په سپکه سترګه وکتل. نه يې د پير او ملا پروا ساتله ، نه د قومي مخورو او نه ديني او ملي ارزښتونه ورته مهم ؤ . لنډه دا چې يو مخ بدماشي او لوپري وه . تر دې چې د کلي سازماني ډم به هم له څو وسلوالو سره په تور روسي جيپ کې ګرځېده او په يو لوی قوم کې به د چا پلار هم سترګې نه شوای ور اړولی . د ښوونځي يو خلقی يا پرچمی معلم به هم د ټولې ولسوالۍ قاضي او حاکم ؤ . مطلب دا چې د دوی له سرو کرښو نيم قدم ور اړول تردې چې ان بي بي سي راډيو ته غوږ نيول هم يوه داسې ګناه وه چې سړی يې شپه په شپه تور جيپ کې تر زندانه رسولای شو . په ګرد هېواد کې د بې دينو او بې لمازو واکمني او برلاسي وه.  پر جومات ، مدرسه ، ملا ، اذان ، لمانځه ، قرآن او داسې نورو ديني شعايرو ښکاره ملنډې وهل کېدې . ما پر خپلو ګناه ګارو غوږونو له يو ښوونکي اورېدلي چې (مستخلص د اسلامي فقهې يو کتاب) ته يې (مستخړپ) ويل . او په ټول عمر مې د ملا صاحب خړې يا رنګه جامې نه وې ليدلې خو د خلقي حکومت پر مهال مې سپين ږيري ملايان هم وليدل چې خړې او شنې جامې به يې اغوستې . خو د ملت له ګردو مقدساتو ، ارزښتونو او عام کلتور سره په دغه کچه تصادم طبعاً خلک را پاروي . همداسې وشول او لنډه موده کې داسې ولسي پاڅونونه پيل شول چې بيا يې نه د دوی اتلو خلقي ځوانانو مخه نيولای شوه او نه يې نړيوال پر شانه تلونکي سره پوځ . دلته يو لوی عبرت دا شو چې بايد هر واکمن ، هر حکومت او هره ډله په دې وپوهيږي چې تر څو يېda ghwaie 7 8 په رښتيني ډول د خپل ملت ديني او ملي ارزښتونو درناوی نه وي کړی او ولسي ملاتړ يې نه وي ترلاسه کړی نو د ګردې نړۍ په لکونو لښکرې او کروړونه مالي مرستې يې هم نه شي بچ کولای چې دادی  اوس مو دغه تجربه يو ځل بيا په سر سترګو وليده . داته څلوېښتو هېوادو پوځونو او ميلياردونو ډالرو نغدو پيسو په هېواد کې د خلکو ناخوښي او جنګ جګړې ختمې نه کړای شوې . ځکه افغانان له پرديو يرغلګرو او پرديو رواجونو سره خورا زيات حساسيت لري نو تر څو چې په واقعي ډول ملت نه وي قانع شوی او دا يې نه وي ليدلي چې حکومت په رښتيني ډول اوس له پرديو ارزښتونو او مشورو لاس اخيستی ، تر هغو به هيڅکله دلته سوله را نه شي . د ثور له اوومې تر اتمې څوارلس کلنه دوره زموږ د موجوده لويديځ پلوي حکومت لپاره هم لوی درس او عبرت دی نو په کار ده چې ډېر څه ترې زده او د خپل ملت د غوښتنو درناوی وکړي . بيا د (هـ.ش۱۳۷۱) کال د ثور له اتمې را نيولې د (هـ.ش۱۳۸۰) کال عقرب تر (۲۲)مې نېټې پوره نه نيم کاله چې په هیواد کې څه ډول پېښې او حالات مخې  ته راغلل ، هم تر پخوانيو هغو چندان څه کم نه وو چې بايد د هیواد اسلامي تحريک او ديني قيادت يې په سړو مغزو وارزوي او په ښه ډول درس و عبرت ترې واخلي

د ثور اتمه هم زموږ په تاريخ کې خورا مهمه ورځ ده . که څه هم کابل ته خو مجاهدين ان لا د ثور په پنځمه ور ننوتل خو اتمه يې ځکه مهمه ده چې په دې ورځ جهادي مشران ارګ ته ننوتل او ديو لړ مراسمو په ترڅ کې يې له پرچمي واکمنو د حکومت واکمني تر لاسه کړه . البته هغه مهال د جهادي تنظيمونو تر منځ لا څه بشپړ نظم او توافق منځ ته نه ؤ راغلی . ځکه خلقي مشرانو چې ډېری يې پښتانه ؤ ، له حزب اسلامي سره اړيکې نيولې وې خو پرچميانو چې زياتره يې تاجکان ؤ ، له نظار شورا سره خپله وفاداري پيل کړې وه . بالآخره پرچميانو او نظار شورا وار ړومبی او ارګ ته ننوتل . بيا د ثور په شپږمه حزب اسلامي خپل زور وواهه خو کار ونه شو او تر څلور نيمو کلو پورې ارګ له جمعيت اسلامي سره پاتې شو . څو بيا طالبان راغلل او ټول يې پسې واخيستل . د ثور په اتمه کابل ته پرته له يو کامل توافقه د جهادي مشرانو ننوتل بې له شکه يو ه ستره اشتباه وه . داسې اشتباه چې د ټول اسلام ، جهاد ، اسلامي تحريک او ټولو ديندارو وګړو په بدنامۍ تمامه شوه . هېواد دړې وړې شو ، ملي وحدت له منځه ولاړ او وروڼه قومونه سره چاړه او غوښه شول . د قومونو او سياسی ډلو دغه اختلافات لا هم ډېرېدل او د طالبانو پنځه کلنه دوره کې نور هم زيات شول . يعنې طالبانو وکولای شول چې ډېرې ځمکې لاندې کړي  خو په دې ونه توانېدل چې د هېواد ګرد سره ولسونه راضي کړي . په هېواد کې د ديني ډلو دغه اختلافات بالآخره د دې سبب شول چې صليبيان يرغل وکړي ، هوا او ځمکه خپل کنټرول کې راولي او په کابل کې يو لاس پوڅی حکومت تأسيس کړي . پر ديندارو خلکو زمکه سره شوه ، پردي وارداتي نظريات او ارزښتونه وځلول شول او د اسلامی شعايرو پر ځای د غربي او ديموکراتيکو شعايرو پراخ تبليغات پيل شول . اوس دادی يو ځل بيا هماغه د کمونيستي نظام د سقوط  ورځو په شان حالات را روان دي . خو د هېواد بېلابېلې ډلې او قومونه هيڅ خپل منځي توافق نه لري . حکومت او طالبان دواړه په غرور او لويي کې دي او هر يو فکر کوي چې همدا سږنی پسرلي يا اوړي کې به مخالف لوری له منځه وړي . يو بل سره خبرو ته نه چمتو کيږي او دا هم په خپلو سترګو ويني چې هره ورځ د هیواد ګوټ ګوټ کې د دواړو خواؤ له کنټروله وتلې پېښې منځ ته راځي . يعنې ښايي داسې حالات پر مخه راشي چې نه يې حکومت قابو کولای شي او نه طالبان .يا کېدای شي دواړه له ډګره ووځي او خدای خبر څوک راشي .

په هر صورت موږ بايد د ثور د اتمې له پېښو عبرت واخلو ، ژور سوچ وکړو او په لوی لاس خپل هېواد او ملت له يو بل ناورين سره مخامخ نه کړو . راځئ په دې هکله له خپل عقل او تجربې کار واخلو او سر له ننه د اصلاح ذات البين ، سولې او روغې جوړې لپاره په کامل جديت سره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو . نو اې چارواکو ، مشرانو او د هېواد سياست او جرياناتو کې  د خيلو هوښيارانو تاسې نه پوهېږئ چې روان حالات به څه پايلې راوړي او ګران هېواد به پر کوم پاټک راتم شي ؟ .

عبدالمجيد روهي

 

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*