تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / دثور له ۷ او ۸ څخه څه زده کولای شو؟

دثور له ۷ او ۸ څخه څه زده کولای شو؟

د ثور ۷ او ۸ د افغانستان په تاریخ کې ځانګړې ورځې دي .
د ۱۳۵۷ کال د ثور په اوومه کمونستانو د نظامي  کودتا له لارې واک تر لاسه کړ او د ۱۳۷۱ کال د ثور په اتمه  بیا مجاهدین پر کابل واکمن شول.
د ثور په اوومه کمونیستانو د دې لپاره د وخت پر حاکم نظام کودتاه وکړه چې خپله سوسیالیستي نظریه پر افغانستان حاکمه کړي، او د ثور په اوومه جهادي تنظیمونو وکړای شول د ډاکټر نجیب هغه نظام ته چې په همدې سوسیالستي نظریې ولاړوه سقوط ورکړي.
د دغو دواړو نیټو ترمنځ ۱۴ کاله وخت تیرشو،  په دې څوارلس کلنې مودې کې د رامنځته شویوجریاناتو په ترڅ کې ډیر د عبرت وړاحداث رامنځته شول .
دغه د عبرت وړ احداث د اجنبي مفکوري په مقابل کې د افغانو حساسیت ، له خپلې اسلامي عقیدې سره یې بي کچې مینه او دهغې د حاکمیت لپاره  د لکونو انسانانو قرباني دي.
افغانانو د کمونیستي اوښتون او په هغه کې د کمونیستانو او بیا د هغوی په حمایت کې د راغلیو تیري کوونکو شورویانو په مقابل کې په جهاد او مقاومت سره دا خبره ټولوته ثابته کړه چې پر افغانانو د دوی د عقیدې او ارادې خلاف هیڅ ډول نظام او مفکوره د  تحمل وړ نه ده .
اسلامي ارزښتونه او د خپل هیواد څخه دفاع  افغانانو ته ترخپل سر اوژوند هم ډیر ارزښت لري ، د همدې غرض لپاره یې هرڅه پر ځان ومنل خو د یرغلګرو د زور په sawarr 7 88مټ د پردۍ عقیدې منلوته تیار نشول.
دا یوه تجربه ده چې باید هرهغه څوک ترې درس واخلې چې د افغانانو د عقیدې او ارادې پرخلاف پر هغوي خپل نظر او فکر تحمیلول غواړي، افغانانو دغه تجربه د چنګیزیانو، انګریزانو او بیاروسانو په مقابل کې  ښه ثابته کړې.
کله چې د ۱۳۷۱ کال د ثور په اتمه  د افغانانو د بې دریغه قربانیو له کبله کمونیستي نظام ړنګ او د هیواد د سیاسي قدرت واګې د جهادي مشرانو لاس ته ورسیدې، له بده مرغه چې هغوی بیا د خپل ولس د ارادې او خوښې برخلاف په افغانستان کې د یوه مستحکم اسلامي نظام د حاکمولو په ځای په خپلو منځو کې د واک د ترلاسه کولو په هدف یوله بل سره په جګړه شول.
د افغان ولس ټولې هغه قربانۍ او زحمتونه چې د هیواد د دفاع او په هغه کې د یوه ځواکمن متحد اسلامي نظام د جوړولو لپاره يي د تیرو ۱۴ کلونو په جریان کې ورکړې وي ټولې هیرې او یا هم تر خپلو شخصي مصلحتونو قربان کړي ،  افغانان بیا د جهادي تنظیمونو د دغو نا مشروعو کړنو منلو ته تسلیم نه شول او د هغوی له کړنو څخه یې برائت او نارضایت اعلان کړ.
داځل د خارجي متجاوزینو په ځای خپله د افغانانو ترمنځ جګړه پیل شوه ، داسې کور ورانوونکې جګړه چې نه یې مذهبي مشروعیت درلود او نه  پکي د هیواد له حریم څخه د دفاع څرک لیدل کیده .
د قدرت د ترلاسه کولولپاره  د جهادي مشرانو  ترمنځ  بي هدفه اونامشروعې جګړې څلور کاله دوام وکړ. د افغانانو ترمنځ  دې څلور کلني داخلي جګړې ټول هغه ویاړونه چې د تیرو ۱۴ کلونو په جریان کې یې د ۱۵ لکه شهیدانو د وینو په قیمت ګټلي ول له لاسه ورکړل ، افغانستان د جګړو په کور بدل شو او د دې جګړې له امله د افغانستان ګاونډ هم ورسره نا امنه شو.
دې نامشروعې جګړې بیا دا تجربه ثابته کړه چې د افغان ولس یواځې هغه  مقاومت او قربانۍ نتیجه ورکوي چې د اسلام د حاکمیت او د هیواد دعلیاء مصالحو ترلاسه کولو لپاره وي ، نه  دشخصي او تنظیمي اهدافو د تحقق لپاره .
د اجنبي متجاوزینو په مقابل کې  تر ۱۴ کلن جهاد وروسته دغه ډول ځوروونکی وضعیت افغان ولس ته د منلو وړنه وه او هرڅوک په دې لټه کې ول چې له دغه وضعیت څخه د وتلو او ځان ژغورلو لاره ځانته پیداکړي.
هماغه وه چې دهیواد له جنوب لویدیځ څخه د طالبانو د اسلامي تحریک په نوم سر ډلې راښکاره کړ او داچې د طالبانو شعار په هیواد کې د کورنۍ جګړې ختمول او د ۱۴ کلن جهاد د آرمانونو ممثل اسلامي نظام حاکمول وه نو افغان ولس يي ننګه وکړه ترڅویې هیواد د کورنۍ جګړې او تجزیې له شره و ساتل شي.
له طالبانو څخه د ولس ملاتړ د دې سبب شو چې هغوی په ډیر کم وخت کې د کابل په شمول د هیواد په ډیره برخه واکمني تر لاسه کړي، هغه کابل چې جهادي ګوندونو و نکړای شول د څلورکلنې داخلې جګړې په ترڅ کې یوه محدوده ساحه تر خپل کنټرول لاندې راولي ،خو طالبانو په ډیره کمه موده کې  ټول کابل او د هغه ترڅنګ دهیواد اکثریت ولایتونه تر مکملې واکمنۍ لاندې راوستلې.
طالبانو پوره پنځه کاله په هیواد واکمني وکړه ، داسې واکمني چې د هیواد د سرحدونو په شمول یې ډیرې لیرې پرتې سیمې ټولې د کابل تر تسلط لاندې کړې ، دهیواد د تجزیې خطر یې له منځه یووړ  او نیږدې په ۹۵ سلنه خاوره کې یې ډاډمن امنیت ټینګ کړ.د طالبانو په واکمني کې د هغوی د مثبتو کارونو ترڅنګ یولړ نیمګړتیاوې هم موجودې وې چې له امله یې بیاهم افغان ولس له دائمې سولې برخمن نه شو ، دهغو نیمګړتیاوو له جملې څخه  یوه هم  د هیواد په سیاسي واک کې د ولس عدم مشارکت وه ، چې له  بده  مرغه  دا تشه د دې لامل شوه چې د افغانانو ترمنځ داخلې جګړو دوام پیدا کړو او بالاخره  د دغو جګړو او د افغانانو ترمنځ کورنیو مخالفتونو له وجې ټول افغانستان یو ځل بیا تر بل خارجي تیري لاندې راغی او نورهم افغان کړیدلی اولس له ستونزو او کړاوونو سره مخ شول.
اوس چې د ثور له کودتا څخه ۳۶ کاله ، دمجاهدینو له واک ته رسیدو څخه ۲۱ کاله ، دطالبانو له حاکمیت څخه ۱۸ کاله او پرافغانستان باندې د امریکایانو له تیري څخه ۱۴ کاله تیریږي د جګړې هیڅ لوري هم  جانب مقابل دجګړې په زور د هیواد له سیاسي صحنې څخه حذف نکړای شو.
دغه یوه په اثبات رسیدلې تجربه ده چې هیڅ څوک په افغانستان کې د زور له لارې خپل هدف ته نشي رسیدلی ، او نه جانب مقابل  له سیاسي صحني حذفولای شي.
که چیري  د افغان قضیې دخیل جهتونه  د دې حقیقت په نظر کې نیولو سره په افغانستان کې خپلې سیاسي مبارزې ته دوام ورکړي او د خشونت او زور په ځای له مفاهمت څخه کار واخلي ښایي چې افغانستان به له مهلکې څخه د نجات پر لور رهبري او د هیواد اوږدې غمیزې ته دپاي ټکي کیږدي .
لیکنه : سلیمان احمدي
 

 

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*