تازه خبرونه
Home / دین پوهنه / اسلامي تمدّن / نه هېرېدونکي اتل مسلمانان : حضرت ابوهریره رضي الله عنه

نه هېرېدونکي اتل مسلمانان : حضرت ابوهریره رضي الله عنه

 حضرت ابوهریره رضي الله عنه: ابوهریره رضي الله عنه د صخر زوی چې د جهالت پر مهال یې نوم عبدالشمس یا عبدالعزی و، د بنو دوس د قبیلې څخه و، د خیبر غزا پر مهال یې اسلام راووړ او په نوموړې غزا کې یې ګډون وکړ. مور يې د اسلام مخالفه وه، ده به حق دین ته بلنه ورکوله خو هغې به انکار کاوه او پر خپل ضد به ولاړه وه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې د هغې په اړه وینا وکړه ، هغه د ده د مور لپاره دعا وکړه چې کله ابوهریره کور ته ستون شو هغې په زوره وویل: ((اشهد ان لا اله الا الله واشهدان محمدا عبده ورسوله.)) ــ ګواهي ورکوم چې له یوه الله پرته بل خدای نشته او بېشکه محمدصلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله بنده او رسول دی ــ ابوهریره رضي الله عنه خوږ نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته په منډه راغی او د خپلې مور د مسلمانېدو زیری یې پرې وکړ.
ابوهریره رضي الله عنه له ایمان راوړو وروسته له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره همېشنۍ ناسته پیل کړه، تل به له هغه سره موجود و. یوه ورځ یې وویل: یا رسول الله څه چې له تاسو نه اورم را نه هېريږي، ورته ويې ویل، څادر دې هوار کړه نو هغه په څادر څه وویل، دی وایي چې بېا را نه څه نه هېريدل ځکه خو یې له هر چا نه زیات na heridonki atal musolmanan 14یانې (۵۶۶۴) حدیثونه روایت کړي.
ابوهریره رضي الله عنه خپله هم علم حاصلولو ته لېواله وه او نور یې هم علم او زده کړې ته رابلل او د علم په لټه کې یې ډیرې ستونزې او لوږې تېرولې. یوه ورځ ډېر وږی شوی و نو رسول الله صلی الله علیه وسلم سره کور ته ولاړ، هلته یوه پېاله شیدې وې چا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راوړې وې، ورته یې وویل: اې ابوهریره لاړ شه او اهل صفه راوله! زه لاړم هغوی مې راوستل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر مطابق مې په ټولو باندې شيدې وویشلې، ټولو په مړه خېټه وڅښلې بیا نبي علیه السلام وویل، بس یوازې زه او ته پاتې شولو اوس یې ته وڅښه! ما د نبي علیه السلام د وینا مطابق ښې ډیرې وڅښلې چې ښه موړ شوم.
ابوهریره رضي الله عنه واده وکړ، کور یې ودان کړ او د اولاد څښتن سو خو په طبیعت کې یې کوم تغیر را نه غی. د امیر معاویه رضي الله عنه په خلافت کې د مدینې منورې والي وخو له غره (ځنګله) به یې لرګي خپله راوړل او ویل به یې چې امیر ته مو لار خوشې کړئ.
ابوهریره رضي الله عنه ډير متقي او پرهېزګار انسان و، له الله جل جلاله ډير ویریده، د ورځې به یې روژه وه او د شپې اوله برخه به په ذکر او عبادت بوخت و،د شپې دوهمه حصه به یې خپله میرمن راویښه کړه او د شپې په وروستي پړاو کې به يې لور راپاڅوله  نو د ده کره به ټوله شپه د الله جل جلاله عبادت کېده.
د ابوهریره رضي الله عنه کره یوه توره وینځه وه یوه ورځ له هغې کوم ناخوښه کار پېښ شو، په دې سره د ده کورنۍ ته سخت غم او خفګان ورسید خو ده هغه وبښله او د الله جل جلاله د رضا لپاره یې ازاده کړه.
لور یې یوه ورځ ورته وویل، ما ته همزولې وایي چې پلار دې ولې ګاڼه نه درته اخلي؟ نو امام المحدثین ورته وویل: لورې هغوی ته ووایه چې پلار مې په ما باندې د جهنم له لمبې نه ویریږي. له مور سره یې ښه چلند تر دې اندازې و چې کله به د باندې تللو نو د مور په دروازه کې به ودریده او وبه یې ویل؛ مورې السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته. الله جل جلاله دې په تا رحم وکړي څنګه دې چې زه په وړوکوالي کې روزلی یم  نو هغې به ورته ویل: په تا دې هم الله جل جلاله مهربان شي لکه څنګه دې چې په زړښت ما سره نرمي کړې.
په ۵۷ یا ۵۸ هجري د مرګي په رنځ رنځور شو نو ویې ژړل چا د ژړا لامل ترې وپوښت، ويې ویل د دنیا لپاره نه ژاړم، د سفر د اوږدوالي او د توښې د کمښت له امله ژاړم. مروان بن حکم د پوښتنې لپاره ورته راغی او تسلي یې ورکوله چې الله پاک دې شفا درکړي نو هغه ابوهریره رضي الله عنه وویل: اې الله! زه ستا ملاقات خوښوم، ته زما ملاقات خوښ او ژر یې راپه برخه کړه. مروان لا له کوره نه وو وتلی چې د ده دعا قبوله شوه او د ۷۸ کالو په عمر يې له فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې. 
امام بخاري رحمة الله علیه وايي چې ابوهریره رضي الله عنه نژدې له اتو سوو کسانو نه روایت کړي

 

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*