تازه خبرونه
Home / Author Archives: Ahmad shah

Author Archives: Ahmad shah

ایران: د الوتکې د سقوط پېښه کې لسګونه کسان وژل شوي.

alwetaka

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د سقوط پېښه کې ۶۶ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی. د رسنیو د خبر له مخې دغه الوتکه له تهرانه یاسوج ته روانه وه. په راپور کې ویل شوي چې الوتکه کې ۶۰ تنه سپرلي او ۶ تنه عمله سپاره وو چې ټولو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ... Read More »

د ټاکنو خپلواک کمېسون ټاکنو ته چمتوالی و ښود.

takanii

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکو په وینا، ټاکل شوې ده چې ټاکنې د ورقي پېژندپاڼو له مخې ترسره شي، دا پېژندپاڼې د ثبت احوال نفوس ادارې لخوا ویشل کیږي د ټاکنو خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیاله، وسیمه بادغیسي وايي له ټاکنو څلور میاشتې مخکې به مهال ويش ټولییز شي. خو د ټاکنو ترسره کېدو کره نیټې په اړه څه نه وايي:«د ... Read More »

اشرف غني : وخت موله لاسه وځي باید لویه لویه پرېکړې وکړو.

ghaniiiiii

ولسمشرمحمداشرف غني وایي چې د دې لپاره چې وخت مو له لاسه نه وي وتلی او فرصتونه هم نه وي ضايع شوي باید لویه لویه پرېکړې وکړو. نوموړي دغه څرګندونې په ارګ کې یوې غونډې ته وروسته له هغه وکړې چې تر ده مخکې ډاکټر عبدالله عبدالله وویل چې که د لویو مسئلو په اړه د پرېکړې پرمهال له افغان ... Read More »

حکمتیار: په حکومت کې نه یو خو بیا یې هم سقوط او تضعیف نه غواړو.

Brother-Hekmatyar-620x330

د حزب اسلامي امیر انجینرګلبدین حکمتیار پر هغو کسانو او ډلو کلکې نیوکې وکړې چې د حکومت لویه برخه دی خو بیا هم د نظام د تخریب او د حکومت د راپرزولو په هڅه کې دی. نوموړي چې په ارګ کې یې یوې غونډې ته وینا کوله وویل چې حزب اسلامي به د نظام او حکومت ملاتړ ته دوام ورکړي ... Read More »

په فساد ککړ د ولسي جرګې یو وکیل له هیواده تښتېدلی

  د ولسې جرګې اداري پلاوی وایي، د ملي شورا د امنیتي چارو پخوانی رییس عبدالغفار غورځنګ له پنځو میاشتو راهسې له هېواده بهر تللی او تراوسه هېواد ته بېرته نه دی ستون شوی. د ولسې جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان وایي، په تېرو پنځو میاشتو کې د دوی د موندنو له مخې ښاغلی غورځنګ په اوو مشکوکو پېرودنو ... Read More »

د کابل ټولو امنیتي حوزو ته نوي آمرین معرفي شول.

aameren

د ازاد رقابت له لارې بریالي شوي آفسران د کابل امنیتي حوزو ته د امرینو په توګه ورمعرفي شول.  د کورنیو چارو وزیر وایي دا کسان د ازموینې له ورکولو وروسته د امنیتي حوزو دامرینو په توګه ګمارل شوي دي. ویس احمد برمک په دې اړه څرګنده کړه:«دا ژمنه مو کړې وه چې له ډېرو مسلکي لارو چارو په استفادې ... Read More »

یوناما: په تېر۲۰۱۷ م کال کې افغانستان کې لس زره ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

wolase

د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې تېر میلادی کال هم د نورو کلونو په څېر د ولسي افغانانو لپاره خونړی وو او په وینا یې په دغه کال کې لږ تر لږه لس زره ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې. افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مشر تادامیچي یاماموتو وویل، ... Read More »

له هیواد څخه د شوروي لښکرو د وتلو د ۲۹ کلیزې په مناسبت د ملا اغاجان معتصم اعلامیه

mutasim ap

بسم الله الرحمن الرحیم له نن څخه پوره ۲۹ کاله وړاندې په همدې ورځ د پخواني شوروي اتحاد یرغلګر ځواکونه زموږ د هیواد له حریمه بیرته ووتل. له افغانستان څخه د سره پوځ د اشغالګرو پوځیانو وتل د افغان مسلمان ولس د یونیم ملیون شهیدانو د وینو په بیه تر سره شول. دا ورځ یواځې زموږ د هیواد لپاره د ... Read More »

د منځنۍ اسیا هیوادونو، له ترهګري سره پرګډه مبارزه خبرې وکړې.

pakistan-army-in-kabul

د هیواد په پلازمېنه کابل کې د منځنۍ آسیا هیوادونو په ګډه امنیتي غونډه کې له ترهګرۍ سره پر ګډه مبارزه او یو شمېر نورو امنیتي ستونزو خبرې وشوې. د افغانستان، ازبکستان، تاجکستان، پاکستان، قرغزستان، قزاقستان اوترکمنستان د پوځ د مشرانو او د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ د ناستې په دوهمه ورځ له ترهګرۍ سره د مبارزې او ... Read More »

امریکا: وسلوال برید کې ۱۷ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دی.

amreca

د امریکا په فلوریډا ایالت کې د یوه وسلوال برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي دی . پېښه د یاد ایالت د پارک لنډ سیمې په یوه ښوونځي کې رامنځته شوې ده . د لومړنیو مالوماتو له مخې په دغه برید کې لږ ترلږه ۱۷ تنه وژل شوي او تر شل ډېر ټپیان دی. د ... Read More »