تازه خبرونه
Home / اسلامي دعوت

اسلامي دعوت

د حضرت علي مرتضی (رض) نصيحتونه

42893

د حضرت علي مرتضی (رض) نصيحتونه – بنده ته په کار دي چې له خپل خدای پرته له بل هيچا هيله ونه کړي او د خپلو ګناهونو څخه پرته له هيڅ شي ونه ويريږي. – څوک چې په څه شي نه پوهيږي؛ د هغه په زده کړه کې دې شرم نه کوي او که د داسې څه په اړه وپوښتل ... Read More »

د تزکية النفس څلورمه برخه – د الله «ج» ذکر

islammmmm

د تزکية النفس لارې چارې د الله (ج) ذکر: يو له هغو کارونو چې الله تعالی ته د نزيکت، ډاډ او اطمنان سبب ګرځي، د الله (ج) ذکر هم دی. په دې هکله الله تعالی جل جلاله په خپل مبارک کلام کې فرمايي: (( أَلا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ )) سورة الرعد – ۲۸ آية . ژباړه: « خبر دار ... Read More »

د تزکية النفس دريمه برخه – لمونځ

islammmmm

د تزکية النفس لارې چارې ۲ – په سمه توګه لمونځ کول: الله تعالی جل جلاله فرمايي: (( إِنَّما يَعْمُرُ مَساجِدَ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَ الْيَوْمِ الْآخِرِ وَ أَقامَ الصَّلاةَ وَ آتَى الزَّكاةَ وَ لَمْ يَخْشَ إِلاَّ اللَّهَ فَعَسى أُولئِكَ أَنْ يَكُونُوا مِنَ الْمُهْتَدِينَ )) سورة التوبه – ۱۸ اية . ژباړه: د الله د مسجدونو ودانونکي خو هماغه ... Read More »

د تذکية النفس دوهمه برخه – توبه

islam

د تذکية النفس لارې چارې توبه اېستل : څرنګه چې له تحليې وړاندې تخليه ضرور ده ، نو همداراز د تذکية النفس لپاره تر هر څه وړاندې پر خپلو تېرو ګناهونو پښېماني او توبه اېستل مهم دي. د دې خبرې ښه مثال د پاکو يا نويو جامو اغوستل دي، يعنې هيڅوک له ځان مينځلو مخکې پر خيرن بدن پاکې جامې ... Read More »

د محمدي بعثت رڼاوې

muhammad

د حضرت عیسی علیه السلام له ولادت، بعثت او پورته اسمان ته ختلو نه وروسته ډېر ژر د هغه راوړی اسماني دین او تر هغه مخکې د حضرت موسی علیه السلام اسماني دین تحریف شوی و، هر څه یې پیروانو په بل مخ اړولي و، دواړه اسماني کتابونه د هغه وخت عالمانو د خپلو غوښتنو موافق برابر کړی و. او ... Read More »

اسلام ښيګڼې د ښېګڼو دین دی

په دې کې هیڅ شک نشته چې اسلام یو اسماني دین دی، د هیڅ یو امت لپاره داسې کامل او شامل دین نه و او نه به پيدا شي، نه په مخکینیو انبیاؤ علیهم السلام باندې د دې په شان دین نازل شوی، سبب یې دا دی چې اسلام د ټولنې لپاره یو عام دین دی؛ بلکې د ټولو بشري ... Read More »

د عاشوراء ورځې دیني او تاریځي حیثیت !

%d8%b9%d8%a7%d8%b4%d9%88%d8%b1%d8%a7%d8%a1-%d9%88%d8%b1%da%81

ان الحمد لله نحمده و نستعینه و نستغفره و نستهدیه و نعوذ بالله من شرور انفسنا و من سیئات اعمالنا من یهده الله فلا مضل له و من یضلله فلا هادی له و نشهد ان سیدنا و مولانا محمد و علی آله وصحبه و من دعا بدعوته و نصح لأمته و جاهد فی الله حق جهاده أما بعد : عاشوراء ... Read More »

جرمني: د پارلمان پنځه اويا کلن وکيل مسلمان شو

german

د جرمني پارلمان د ديموکرات ګوند يو تن وکيل د اسلام په مبارک دين مشرف شو. د ورنر کلاون په نوم دغه وکيل چې پنځه اويا کاله عمر لري پخوا د پنا غوښتونکو کډوالو مخالف او سر سخته افراطي ديموکرات ؤ خو اوس د ټولو اسلامي هېوادو کډوالو ته په درنه سترګه ګوري او تل يې د ملاتړ او مرستې ... Read More »

د رمضان المبارک فضليت، ګټې او غوښتنې

ramazan

د رمضان المبارک فضليت : د رمضان المبارک د فضليت په اړه يوازې د الله تعالی جل جلاله دا قول هم کافي دی چې فرمايي : (شهر رمضان الذی انزل فيه القرءان…) په دې آيت شريف کې الله تعالی فرمايي : رمضان هغه مياشت ده چې قرآن کريم پکې نازل شوی . د رمضال المبارک بل فضليت دا دی چې ... Read More »

په اسلامي شریعت کې مهر

2014-moshafe_383788118

   مهر چې پښتانه یې ولور بولي، دا په اسلامي نظام کې ستر ارزښت او اهمیت لري، په حنفي مذهب کې یې داسې تعریف شوی: (مهر) : دا هغه مال دی چې ښځه یې حقداره جوړیږي، په عقد او یا کوروالي سره پر خاوند باندې یې لازمیږي، همدارنګه په (عنایه) نومي کتاب کې یې داسې تعریفوي: دا هغه مال دی ... Read More »