تازه خبرونه
Home / اسلامي دعوت (page 5)

اسلامي دعوت

د اختلاط حرمت او زيانونه: له قران اوحدیثه شل دلیلونه

da ikhtelat hormat

الله پاک انسان پیدا او په ځمکه کې یې مېشت کړ او رنګارنګ غریزې یې پکې کېښودلې ، دبېلګې په توګه د مال او دنیا حاصلولو غریزه ، لکه چې وايي : « وتحبون المال حباً جماً » او تاسو مال او دنیا خوښوئ او بې اندازه مینه ورسره کوئ ، د حلال مال ترلاسه کول یې ورته روا او ... Read More »

د پیغمبر اسلام د مېرمنو په زياتوالي کې بېلابېل حکمتونه

da peghamber islam

پیغمبر علیه السلام د څه لپاره زیات ودونه کړی و؟ دا یوه داسې پوښتنه ده چې همیشه د اسلام دښمنانو د ناپوهه او ضغیف الایمانه مسلمانانو عقیدوي تردد او شک اچونې لپاره د وسلې په ډول کارولې او لا یې کاروي ، یهودیان ، د نصرانیت خپرندویه ټولنه (تبشیریان) او مستشرقین یعنې هغه کافر او بې دینه عالمان ، چې ... Read More »

نه هېرېدونکي اتل مسلمانان ـ سیدنا طلحه بن عبیدالله رضي الله عنه

na heridonki atal musolmanan6

  طلحه رضي الله عنه د عبیدالله زوی د قریشو په مشهوره معززه کورنۍ «بنو تمیم» کې زېږېدلی ، په ځواني کې يې سوداګري کوله ؛ د بصری په ښارکې يې پیر و پلور کاؤ چې یو راهب وویل : اې سوداګرو ! ایا دلته د مکي حرم څوک شته ؟ وايي ما ورمنډې کړې ، دا دی زه د مکې ... Read More »

دعوت او ديني قيادت

dawat ao deni qiadat

دا يو ډاګيز واقعيت دی چې اوس مهال د اسلام دښمنان په ګرده نړۍ خصوصاً اسلامي هېوادو کې شپه ورځ د اسلام او مسلمان په بدنامۍ او بدرنګۍ لګيا دي او هڅه کوي څو په خپل ټول زور و ځواک او وسايلو خلک د الله تعالی له لارې ايسار کړي . ښايي د هغوی د هلو ځلو مهم لامل دا ... Read More »

مونږ د پردي کلتور وږي نه یو

moz da pradi kaltor

له کومه وخته چې ادم علیه السلام ځمکې ته را کوز او اباد شوی ، نو الله پاک دهغه  اولاد  د اړتیاو او ذهني سویې سره برابر خپل شریعت را لیږلي چې دهغه په رڼا کې خپل ژوند تیر کړي  ، بیا له ادم علیه السلام نه وروسته نوح علیه السلام ، ابراهیم علیه السلام …. تر محمد صلي الله ... Read More »

حضرت علي کرم الله وجهه

na heridonki atal musolmanan copy

سیدنا علي کرم الله وجهه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ګران او محبوب تره ابو طالب زوی دی له عام الفیل نه دیرش کاله وروسته په مکه مکرمه کې زوکړی ، ابو طالب ډیرې اقتصادي ستونزې درلودې نو علي رضي الله عنه یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورکړی و . د نبوي سیوري لاندې ... Read More »

د امریکایي داعي میخائیل د مسلمانیدو لامل

american daey

میخائیل د امریکا د متحده ایالاتو د کالیفورنیا ایالت  یوه ښار کې په یوه سخت دریځه کاتولیکه عیسوي کورنۍ کې دنیا ته سترګې پرانیستلې ، لومړنۍ زدکړې یې په یوه عیسوي دیني مدرسه کې ترسره کړې ، نوموړی لا په وړوکوالي کې دومره ذهین او با استعداده و چې استادان به د ده له سختو او ژورو پوښتنو پوزې ته ... Read More »

نه هېرېدونکي اتل مسلمانان

na heridonki atal masolmanan 3

 ـ امیر المؤمنین حضرت عمر فاروق رضي الله عنه امیر المومنین عمر فاروق رضي الله عنه د خطاب زوی ، د بنو عدي قبیلې په یوه عزتمنده کورنۍ کې له عام الفیل څخه دولس کاله مخکې نړۍ ته سترګې غړولې دي ، لقب يې فاروق او په اتم نیکه کې یې د نسب لړۍ له رسول الله صلی الله علیه ... Read More »

نه هېر يدونکي اتل مسلمانان

na heridonkoi musalmanan1

حضرت محمد مصطفی (صلی الله عليه وسلم) د اسلام له راتګه مخکې د عربو او ټولې نړۍ حالات  تر اخري حده خراب او ناوړه وو ، وژنې ، غلاوې ،سودخوړل ،شراب څښل ، قمار وهل ، لارې شکول ، په کلونو کلونو د جنګ جګړو اور په غرغنډوکول او د بې وزلۍ او شرم له امله ژوندۍ لوڼه خښول عام ... Read More »

نرمي تر زور ډيره ګټوره.

narme tar zor dera gatawar

الله تعالی فرمايي : (لقد کان لکم فی رسول الله اسوة حسنة لمن کان یرجوا الله والیوم الآخر و ذکرالله کثیرا) يعنې بې شکه ستاسې لپاره د پیغمبر علیه السلام په ژوند کې غوره نمونه (لارښود) دی خو دا دهغه چا لپاره چې يوازې الله تعالی ته هيله کوي ، په اخرت ایمان لري او الله ډیر ډیر یادوي . ... Read More »