تازه خبرونه
Home / خبرونه / داسلامی نړی خبرونه (page 20)

داسلامی نړی خبرونه

ترکیه : په دیار بکر هوایي ډګر میزایل پرېوتلي

د ترکیې دیار بکر هوایي ډګر

استنبول ـ فرانس پرس : د شنبې ورځې ماښام مهال د ترکیې جنوب ختیځ ښار دیار بکر پر هوایي ډګر باندې 4 میزایل پرېوتلي ، د دیار بکر والي ښاغلي حسین اکسوي د یکشنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې ویلي ، چې په پېښه کې هېڅ ډول ځاني زیان ندی اوښتی ، نوموړي په دغه پېښه کې کرد کارګر ... Read More »

د سپرلیو د ولسي ټرانسپورټ الوتکې سوریې ته ایرانۍ وسلې او جنګیالي لېږدوي

د ایران مهان ایرلاینس الوتکه

لندن ـ عادل السالمي «الشرق الاوسط» یوه امریکایي بیان دا خبره لوڅه کړې ، چې د مهان ولسي شرکت ایرانۍ الوتکې په خپلو الوتنو کې په پټ او سري ډول ، سوریې ته ایرانۍ وسلې او جنګیالي لېږدوي . د امریکا په فوربس مجله کې خپاره شوي بیان ، د مهان ولسي شرکت لخوا سوریې ته د وسلو او جنګیالیو ... Read More »

سوریه : د وروستي کاروان په وتو سره داریا ښار په بشپړه توګه خالي شو

داریا ښاریان

دبۍ ـ قناة العربیه : د هغه تړون له مخې چې د حکومتي مخالفینو او اسد رژیم تر منځه لاسلیک شوی ، د شنبې ورځې ماښام مهال د وروستي کاروان په وتو سره ، نوموړی ښار د اسد رژیم له مخالفینو څخه په بشپړه توګه خالي شو . مخالفینو ته نږدې رسنیو د خبر له مخې ، په دویمه او ... Read More »

سوریه : د داعشي ماشومانو یوه ګروپ 5 کسه اعدام کړي

داعشی وژونکي ماشومان

دبۍ ـ العربیه . نت : داعش توندروې ډلې یوه نوې او تازه ویډیو خپره کړې ، چې د ماشومانو یو ګروپ په سوریه کې 5 کسه کردان اعداموي او سر سر ته یې په ډزو ولي او وژني یې . رسنیو ویلي چې د جلاّدو ماشومانو په ګروپ کې یو سپین پوستی 12 کلن ماشوم هم شامل دی ، ... Read More »

ترکیې د نړۍ تر ټولو پلن ځوړنده پول د ترافیک پر مخ پرانیست

TOPSHOT-TURKEY-POLITICS-ARCHITECTURE

ابوظبي ـ سکای نیوز عربیه : ترکیې د پاسفور پر تنګي جوړ شوی ځوړنده پول ، چې په نړۍ کې تر ټولو ستر پول ګڼل کېږي او اروپا له اسیا سره تړي د ترافیک پر مخ پرانیسته ، چې له برکته به یې د استنبول ښار ټولې ترافیکي ستونزې له منځه ولاړې شي . دغه پول چې 58.4 متره پراخوالی ... Read More »

داریا ښار د خپلو بچیو په جدایي ژړا کوي !

arya

داریا ـ العربیه . نت : په سوریه کې د جګړه مارو غاړو تر موافقې وروسته ، د داریا ښار 4 کلنه محاصره په دې شرط سره پای ته و رسېده ، چې په نوموړي ښار کې مېشت حکومتي مخالفین به له دغه ښار څخه وځي او ښار به دوی ته ور پرېږدي . رسنیو ویلي چې د داریا ښار ... Read More »

سعودي : د حوثیانو له لوري په جازان ښار توغول شوی میزایل ناکاره شوی

د حوثیانو خنثا شوی سکډ بي میزایل

سعودي ـ هاني الصفیان : د سعودي عربستان جازان ښار د پولیسو د وسلو او چاودېدونکو توکو هندسې ټولنې ، د یمن له خاورې څخه د حوثیانو له لوري پر جازان ښار د توغول شوي او دافع هوا ټولنې له خوا د ناکاره شوي میزایل پاتې شوني د څېړنې پر موخه راغونډ کړي ، دغه میزایل د سعودي دافع هواټولنې ... Read More »

ترکیه : جنوب ختیځ کې موټر بم چاودنې لسګونو ته مرګ ژوبله اړولې

ترکیه نوې موټر بم چاودنه

العربیه . نت : د ترکیې روغتیایي رسنیو د خبر له مخې ، نن د جمعې ورځې سهر مهال د هېواد جنوب ختیځ لوري په شرناق سیمه کې ، یوې زورورې موټر بم چاودنې 9 کسه وژلي او 64 نور یې ټپیان کړيدي ، موټر بم چاودنه د تلاشۍ پر یوه پوسته ترسره شوې او په ډېره بیړه د پېښې ... Read More »

ترکیه : سوریه کې به زمونږ پوځي عملیات د داعش تر ختمېدو پورې جاري وي

د جرابلس ښار له داعش ډلې څخه نیول شوی

ابوظبي ـ سکای نیوز عربیه : ترکي پوځ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ ، چې په سوریه کې به د دوی عملیات د داعش وېره اچونکې ډلې تر بشپړ ختمېدو پورې دوام ولري . ترکي پوځ په ډاګه کړه چې دوی له ځان څخه د دفاع پر موخه په سوریه کې پوځي عملیات ترسره کوي ، چې د ملګرو ... Read More »

عراق : دوو غبرګو موټر بم چاودنو د حشد الشعبي او پولیسو 18 کسان وژلي

عراق بمي چاودنه ۱

 الجزیره . نت : د عراق پوځي رسنیو ویلي ، 2 غبروګو موټر بم چاودنو د رمادي ولایت الخالدیه جزیرې په البوبالي سیمه کې ، د حشد الشعبي او عراقي پولیسو 18 کسان وژلي او 16 نور یې ټپیان کړيدي ، موټر د اسلامي دولت ډلې دوو ځانمرګو چلول او د حشد الشعبي او پولیسو له یوه کاروان سره یې ... Read More »