تازه خبرونه
Home / خبرونه / نوره نړی

نوره نړی

امریکا: پر کنسرټ د برید په پایله کې ۵۰ تنه ووژل شول.

amreca bred

د امریکا په لاس ویګاس ښار کې پر یوه کنسرت وسلوال برید شوی چې په پایله کې یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې . دغه پېښه نن تر غرمې مخکې د منډلي په نوم په یوه هوټل کې رامنځ ته شوه. د لومړيو راپورونو له مخې په پېښه کې لږ تر لږه پنځوس تنه وژل شوي او تر ۲۰۰ ... Read More »

روسیه سلګونه امریکایي ډيپلوماټان باسي.

POTEEN

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین وايي، له دغه هېواد باید ۷۵۵ امریکايي ډيپلوماټان ووځي. دغه پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې په وروستیو کې امریکا پر مسکو تازه بندیزونه ولګول. امریکا متحده ایالتونه د روسیې دا پرېکړه “خواشینوونکې” بولي او وايي، د مسکو د دې پرېکړې اغېز ارزوي او پر ځواب ور کولو غور کوي. روسیې دوه ورځې وړاندې هم ... Read More »

د شمالي کوریا د توغندۍ ازمایلو کار د نړۍ اندېښنې را پارولې

toghandi

شمالي كوريا چې  د اتومي سرګلولې د انتقال وړ توغنديو د آزمايلو سره یې د امريكا په ګډون د ټولې نړۍ غبرګون را پارولى دى، يو ځل بيا یې د لرې واټن ويشتونكى توغندى و آزمايلو. د جاپان لومړي وزير شيزو آبې  په يوې خبري غونډه كې څرګنده كړه چې شمالي كوريا نوى توغندى آزمايلى دى. د نوموړي په وينا ... Read More »

لندن: د اورلګېدنې پېښه کې نوي تنو ته مرګ ژوبله رسېدلې

FB_IMG_1497514094261

تېره شپه نژدې يوه بجه د برېتانيا پلازمېنې لندن په يوه څلورويشت پوړيزه ودانۍ کې د اورلګېدنې پېښه رامنځ ته شوه چې وروستي معلومات ښيي پېښه کې نژدې نوي تنو ته مرګ ژوبله رسېدلې. پېښه د لندن په لويديځ کې د لاتيمر پر سړک د ګرينفل ټاور په دويم پوړ کې رامنځ ته شوه او بيا ډېر ژر ټولې ودانۍ ... Read More »

لندن: په برید کې ۲۶ کسانوته مرګ ژوبله اوښتې

UK-attack-03-June-2017

لند کې په “لندن بریج” او بارومارکيټ” سیمو کې یو شمېر بریدګرو پر خلکو بریدونه کړې چې په ترڅ کې یې ۶ کسان وژل شوي دي دا بریدونه د چړې او په خلکو د موټر چلولو په مرسته “لندن بریج” او بارومارکيټ” په سیمو کې ترسره شوي دي. ویل کېږي چې په دې بریدونو کې درې تنه ښکېل وو، او ... Read More »

بریتانیا: چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

british-flag

د برېټانیا د پولیسو چارواکي وايي چې د منچسټر په ښار کې د یوه کنسرټ په ترڅ کې د چاودنې له امله ۱۹تنه وژل شوي او ۵۹ تنه نور ټپیان دي. دا چارواکي زیاتوي چې چاودنه تېره شپه(د غبرګولي لومړۍ) د امریکايي پاپ موسیقۍ ستورې “اریانا ګراندي” کنسرټ په ‎پای کې شوې ده. د برېټانیا لومړي وزیر د قربانیانو او ... Read More »

ایمانويل مکرون د فرانسې نوی ولسمشر شو.

franceee

د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو په لړۍ کې ایمانویل مکرون تر خپلې سیالې مارین لوپېن مخته شوی او د یاد هیواد د نوي ولسمشر په توګه یې ټاکنې ګټلې دی. د فرانسې د ټاکنو اداره وایې چې  لومړنۍ شمېرې ښيي چې ایمانویل مکرون ۵.۶۵ سلنه د ۵.۳۴ سلنې پر وړاندې خپل سیالې ښی اړخې مارین لوپېن ته ماته ورکړې. دا ... Read More »

واشنګټن: یو شمېر کسانو په افغانستان کې د امریکا د ستر بم کارول وغندل.

20170418_102257

 د امریکا په پلازمینه واشینګټن کې لاریون کوونکي له دې امله سړکونو ته وتلي چې په افغانستان کې د غیر اټومي لوی بم او په نورې نړۍ کې د امریکا د لاس وهنو غندنه وکړي. دا کسان چې کره شمیره یې نه ده ښودل شوې، تیره روځ د سپینې ماڼۍ مخې ته راغونډ شوي و او د ټرمپ د ادارې ... Read More »

روسیه: چاودنو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

58e241d451ab5

 په روسیه کې  په مترو کې  غبرګې چاودنې وشوې. د روسیې د سانت پیترسبورګ  په ښار کې د مترو په دوو  جلا جلا  تم ځایونو کې  چاودنې  وشوې. د لومړنیو  معلوماتو له مخې  په پیښه کې  لږ تر لږه  لسو تنو ژوند  د لاسه ورکړی  او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي‌ دي. د چاودنو نه وروسته  د مترو  ۷ تم ... Read More »

روسیه: قوي زلزلې ځیني سیمې ولړوزلې

nepal zalzal

د روسیې په ختیځ کې  د کامچاتکا سیمه زورورې  زلزلې  ولزړوله. د روسیې  په ختیځ کې د مامچاتکا په نیمه ټاپو وزمه کې  د ریشتر په کچه  د ۷ درجې په لویوالي  سره  قوي زلزله رامنځته شوې ده . په زلزله کې  د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي. زلزله  د مځکې لاندې په ۳۳ کیلومترۍ کې رامنځته ... Read More »