تازه خبرونه
Home / خبرونه / نوره نړی (page 30)

نوره نړی

امریکایي عسکر( رابرټ ریچارډز) چې دطالبانو دمړو سپکاوی یې کړي وو مړ شوی .

RECHARDZ16

هغه امریکایي عسکر چې په ۲۰۱۱ م کال یې یوه داسي ويډیو پر ټولنیزو رسنیو خپره شوه چې نوموړي په جګړه کې دشهیدان شویو طالبانو پرجسدونو متیازي کوي پرون په خپل کور کې مړ موندل شوی دي . ریچارډز دامریکا دپليو سمندري ځواکونو عسکر وو چې په افغانستان کې دسړک دغاړي دماین په چاودنه کې سخت ژوبل شوی وو چې ... Read More »

چین : پرږیره لرونکو نرانو اوپرده کونکوښځو باندې په بسونو کې دسفرکولو بندیزلګیدلی.

Pro-Beijing imam «assassinated» in China's far west

دچین په لویدیځه برخه دسنګیانک په ولایت کې چارواکو پر ږیره لرونکو نرانو او بورکه ، ټیکری اوحجاب اچونکو ښځو باندې په ښاري بسونو کې دسفر کولو بندیز لګولی دي. چارواکي وایې چې دغه اقدام یې دامنیت دخوندیتوب لپاره ترسره کړي دي. چینایي چارواکې وایې چې دغه بندیز د روانی میاشتې اګست ترشلمې نیټې پورې نافذالعمل دي . دچارواکو په ... Read More »

د چين د حکومت او ايغور مسلمانانو تر منځ سختې نښتې شوې .

Chinesepolice-and-uyghur-detainee

د چين سرکاري خبري سرچينې وايي د شينجيانګ په ايالت کې د اېغور بېلتون غوښتونکو او حکومتي عسکرو تر منځ په يوه نښته کې «۳۷» کسه ولسي خلک او «۵۹» ايغوري بېلتون غوښتونکي وژل شوي دي . د چين حکومت وايي دا پېښه د جولای په اته ويشتمه منځ ته راغلې چې پکې «۳۰» حکومتي موټر او يو شمېر عسکر ... Read More »

چین : په زلزله کې دوژل شویو کسانو شمېر۳۷۰ تنوته ورسید.

earthquake2

دچین په جنوب لویدیځه برخه کې دزورورې زلزلې له امله درانه مالي اوځاني تلفات رامنځ ته شوي دي. دچین رسمي خبري اژانس په خپل راپورکې وايي چې په دغه زلزله کې لږ ترلږه ۳۷۰ تنه وژل شوي او تر۱۳۰۰ زیات ژوبل شوي دي . خبري اژانس ژنهوا  په خپل راپورکې کاږي چې دځاني تلفاتوترڅنګ دچین په لیودیان سیمه کې دزلزلې ... Read More »

وینزویلا: پرغزې داسرایلو روان وحشت ټول وژنه ده ، له قربانیانوسره به يې مرستې ته دوام ورکړو

wnzwela

د وینزویلا حکومت وایې چې پرغزې داسرایلو روان وحشت ښکاره ټول وژنه ده ، نړیواله ټولنه باید ددغه وحشت دغندلو ترڅنګ دفلسطین دبې وسه وګړو لپاره دمرستې لاسونه هم اوږده کړي. د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ويوې خبرې غونډې ته په خبروکې ژمنه وکړه چې خپلې هر رنګه مرستې به د فلسطین له کړیدلي ولس سره وکړي . مادورو وویل ... Read More »

امریکا اواروپایې ټولنې په ګډه پر روسیې درانه اقتصادي بندیزونه ولګول.

uropai30

داروپایې ټولنې استازو چې پرون په بروکسل سره راغونډ شوې وو پردې سره سلاشول چې دروسیې پرضد بندیزونه ولګوي. د اروپایي ټولني مشر هیرمن وان رامپوې  وایې چې؛ د اروپایې ټولنې نوي بندیزونه د روسیې مشرتابه ته یو دروند سیاسي ګوزاردي . نوموړی وایې دروسیې لپاره بیاهم چانس شته چې له دغو بندیزونو څخه ځان وژغوري . دی وايي، اروپایې ... Read More »

امریکا: موږ به هروخت اوپه هر رنګه حالاتوکې داسرایلو ترشاولاړیو.

American-Flag

دامریکا دبهرنیوچارو وزارت وایې چې که ټوله نړۍ داسرایلي جرمونو پرخلاف راپورته شي بیابه هم امریکا له اسرایلوڅخه دفاع کوي . دبهرنیوچارو دوزارت ویانده ماري حرف په یوه خبري غونډه کې خبریالانوته وویل : که چيري داسرایلو پرسر امریکا په نړیوالوه ټولنه کې یوازي پاتې هم شي بیابه هم داسرایلو دفاع اوملاتړته دوام ورکړي. دغه خبرې دامریکا دبهرنیوچارو وزارت ویاندې ... Read More »

دمالیزیايي الوتکې دویشتلومسئولیت دروسیي ولسمشرپوتین پرغاړه دي . بارک اوباما

Barack Obama

دامریکا ولس مشر بارک اوباما وايې چې په اوکراین کې غورزیدلې مالیزیایي الوتکه روس پلوه بیلتون غوښتونکو ویشتلې چې پړه یې دروسي ولسمشر ویلادیمیر پوتین پرغاړه ده . په سپنه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته په خبروکې بارک اوباماوویل ، دغه الوتکه داوکراین په سرحدي سیمه کې په نښه شوې ده ، دغه سیمه دروس پلوه اوکرایني بیلتون غوښتونکوپه ... Read More »

اوکراین : دمالیزیایې الوتکې درا غورزیدو پېښه کې ۲۹۵تنه وژل شوي.

MALIZIA

دمالیزیا دیوې سپرلۍ وړونکې الوتکې درالویدوپېښه کې ۲۹۵تنه وژل شوي دي. دغه الوتکه چې له هالنډڅخه دمالیزیاپلازمینې کولالمپورته روانه وه داوکراین په نېڅک سیمه کې لویدلې ده . په بوینګ ۷۷۷الوتکه کې ټولټال ۲۹۵تنه سپاره وو چې له منځ څخه یې ۲۸۰کسه مسافراو۱۵تنه دالوتکې عمله وو. دمالیزیادهوایې شرکت مشر وایې چې دوژل شویومسافرهویت لاتراوسه په بشپړه توګه نه دې مالوم ... Read More »

اروپايې ټولنې پرروسیې دنویو اوسختوبندیزونو لګولو موافقه وکړه .

uropa

داروپايې ټولنې مشران چې پرون په بروکسل راغونډشوې وو دیوې غونډې په پاي کې پردې سره سلاشول چې دروسي پرضدبه بندیزونه نورهم سختوي. دپرانس پریس دخبري اژانس دخبرله مخې داروپايې ټولنې مشرانو موافقه وکړه چې پرروسیه به دلازیاتوبندیزونه لپاره لارې چارې پرکاراچول کیږي. دراپورله مخې ددغو مشرانو له خوا د اروپايې ټولنې اړوند داروپا دپانګونې بانګ اوهمداراز اروپايې بانګ په ... Read More »