تازه خبرونه
Home / خبرونه / نوره نړی (page 7)

نوره نړی

په اسکاټلنډ کې د اسرائيلو پر ضد ستر لاريون تر سره شو

د اسرائيلو پر خلاف لاريون

په اسکاټلنډ کې د دغه هېواد او اسرائيلو تر منځ د روانې فوټبال لوبې پر مهال د لوبې مينه والو د يو ستر لاريون په ترسره کولو سره فلسطين کې د اسرائيلو روان ظلمونه په کلکو ټکو وغندل. دغه لاريون د اسکاټلنډ په ګلاسکو ښار تر سره شو او زرګونو اسکاټلنډيانو پکې برخه اخيستې وه. سره له دې چې د ... Read More »

د مدیترانې له سمندر نه 5 مړي را اېستل او 534 کسان له ډوبېدو څخه ژغورل شوي

ایټالې ته تلونکي کډوال

ابوظبي ـ سکای نیوز عربیه : د ایټالیا ساحل ساتو ځواکونو د پنجشنبې په ورځ ویلي ، چې له مدیترانې سمندر څخه یې د وژل شویو 5 کډوالو مړي را اېستلي او 534 کسان یې له ډوبېدو څخه ژغورلي دي . ساحل ساتو زیاته کړې چې وژل شوي 5 کسان د کډوالو له هغې ډلې څخه په سمندر کې غورځېدلي ... Read More »

کالفورنیا : په ځنګل لګېدلي اور زرګونه وګړي خپلو کورونوپرېښودو ته اړ اېستلي

US-WEATHER-FIRES

ابوظبي ـ سکای نیوز عربیه : د امریکا د کالفورنیا ایالت ځایي حکومت 82 زره او شپږ سوه کسان له خپلو کورونو څخه خوندي ځایونو ته منتقل کړیدي ، د لاس انجلس ختیځ لوري بلوکټ سیمه کې د تېز او ژر خپرېدونکي اور لکبله ، د یاد آیالت مشر وزیر (والي) په سیمه کې بېړنی حالت اعلان کړی دی . ... Read More »

امریکا : د لوېزیانا سېلاب د قربانیانو شمېره لوړه شوې

Torrential Rains Bring Historic Floods To Southern Louisiana

ابوظبي ـ سکای نیوز عربیه : د امریکا لوېزیانا ایالت سېلاب د قربانیانو شمېره 6 کسانو ته پورته شوه او زرګونه نور کسان له ځپلو سیمو څخه خوندي ځایونو ته لېږدول شويدي . د نوموړي ایالت د مشر وزیر ویاندې چونا سانفورډ ویلي ، چې د سېلاب له امله 6 کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د یوې کارخانې ... Read More »

نیویارک : د جومات امام او د هغه ملګری په ډزو وژل شوي

د نیوریاک د یوه جومات امام وژل کېدو پېښه

الجزیرة . نت : ځایي رسنیو د عیني شاهدانو له قوله ویلي : چې د امریکا د نیویارک ښار په کوېنز سیمه کې ، د شنبې په ورځ د یوه جومات امام او د هغه ملګری هغه مهال پر ډزو و ژل شو ، کله چې نوموړی د ماسپښین لمانځه تر ادا کولو وروسته له جومات څخه را و وت ... Read More »

ټرمپ: اوباما د داعش ډلې بنسټګر دی.

tramp obama

د امریکایي ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرامپ د دغه هیواد پر ولسمشر بارک اوباما تور لګولې دی چې د داعش ډلې بنسټ یې ایښی دی. ټرامپ چې تېره ورځ یې د فلوریډا ایالت کې خپلو زرګونو پلویانو ته خبرې کولې وویل چې اوباما د داعش ډلې بنسټګر دی او اوس یې هم تمویل او مرسته کوي. ډونالد ټرامپ چې ... Read More »

فرانسه: اورلګېدنې او چاودنې شلو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

فرانسه

د فرانسې په شمال «روان» ښار کې د يو نايټ کلپ منځ کې اورلګېدنې او چاودنې شاوخوا شلو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې. لومړني راپورونه وايي پېښه کې «۱۳» ديارلس تنه وژل شوي او «۷» کسه نور ټپيان دي چې نږدې روغتون ته انتقال شوي دي. سيمه ايزو اوسېدونکو رسنيو ته ويلي: ياده پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې ... Read More »

هندوستان: د ښار په ګڼه ګوڼه کې ديارلس کسان په ډزو وژل شوي

هندوستان - اسام

هندي رسنۍ وايي: نن د دغه هېواد شمال ختيځ اسام نومي ايالت کې څو تنو بريدګرو د ډک بازار منځ کې ناتاره په خلکو ډزې پيل کړې چې ديارلس کسان پکې ووژل شول. دغه بريد د اسام ايالت په کوکراجار سيمه کې رامنځ ته شوی او ديارلس کسان يې ځای په ځای وژلي دي. سيمه ايزو پوليسو رسنيو ته ويلي: ... Read More »

د لندن زړه کې د چړې ګوزار مرګ ژوبله اړولې

انګلستان

د انګلستان پلازمينه لندن کې يو «۱۹» نولس کلن ځوان په شاوخوا خلکو د چړې بريد کړی چې يوه ښځه پکې وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي. دغه بريد د لندن زړه روسيل ميدان کې په ځايي وخت د شپې لس نيمې بجې د يو نولس کلن ځوان له لوري شوی. ځايي پوليسو ويلي چې بريدګر مو نيولي او ... Read More »

هندوستان کې سېلابونو ځاني و مالي زيانونه اړولي

هندوستان

هندوستان کې د سختو بارانونو له امله لوی لوی سيلابونه راوتلي او خلک يې له ځاني و مالي زيانونو سره مخ کړي. دغه سېلابونه د هندوستان په لويديځ کې د مهاراشترا نومي ايالت په بېلا بېلو سيمو کې راوتلي. د ياد ايالت لومړي وزير رسنيو ته ويلي چې پرون شپه ناوخته د ډېرو سختو بارانونو او سېلابونو له امله هغه ... Read More »