تازه خبرونه
Home / خبرونه / کورنی خبرونه (page 30)

کورنی خبرونه

لوګر : د قومندان په ګډون امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

logar

طالبانو په لوګر ولایت کې د پولیسو د یو مهم قوماندان او یو شمیر عسکرو له وژنې خبر ورکړی او ادعا یې کړې، چې دغه ولایت کې د سختو جګړو پر مهال امنیتي ځواکونو ته درانه مالي او ځاني تلفات اوښتي. د طالبانو له لوري رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې: د منصوري عملیاتو په لړ کې ... Read More »

لغمان: قرغیو کې د یو دیني عالم په ګډون ۵ کلیوال وژل شوي

laghman

ویل کیږي، چې لغمان ولایت کې د دیني عالم په ګډون یو شمیر کسان وژل شوي دی. طالبان او سیمه ییزې سرچینې د دغو وژنه پړه د امنیتي ځواکونو په غاړه ور اچوي؛ خو د یاد ولایت د والي ویاند یې په کلکه ردوي. د ولسي وګړیو په وینا: یو تن دیني عالم تیره ورځ د امنیتي ځواکونو له لوري ... Read More »

د ملي شورا غړي: د محقق څرګندونې غیر اخلاقي او غیر قانوني دي

wolase jargha

د ملي شورا غړي د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محقق د څرګندونو په ځواب کې وایي: هېڅوک حق نه لري، چې د افغانستان په استازیتوب د ملي ګټو پرخلاف خبرې او سیاسي سوداګري وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې: محمد محقق وړمه ورځ د ایران په پلازمینه تهران کې د «اهل بيت مينه والو» تر سرلیک لاندې ... Read More »

سپنتا: حکومت په ګڼو مواردو کې اساسي قانون نقض کړی دی.

FB_IMG_1511757778041

د هیواد پخواني د بهرنیوچارو وزیر او د ملي امنیت شورا سلاکار رنګین دادفر سپنتا پر حکومت نیوکه کړې چې ګنې څو ځله یې اساسي قانون تر پښو لاندې کړی دی. په هغه غونډه کې چې ګڼ شمېر د حکومت ناقد سیاستوال په کې راغونډ شوي وو سپنتا هم پر حکومت توندې نیوکې وکړې . سیاستوالو په یوه خوله حکومت ... Read More »

هلمند: دجګړې دواړه لوري یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوې کوي.

HELMAND

له هلمند ولایته په خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي، چې  د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو مخامخ نښتې رامنځ ته شوې دي. د هلمند د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر  رسنیو ته وویل، چې: وړمه  شپه د ګرشک ولسوالۍ د مرکز اړوند ترابي هوټل سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو په ۲ پوستو ... Read More »

د نغلو د لمریزې برېښنا د تولید مرکز د جوړېدو تعهدنامه لاسلیک شو

FB_IMG_1511757658519

د بریښنا شرکت مسؤلینو د نغلو د لمریزې بریښنا تولید مرکز د جوړېدو تعهدنامه لاسلیک کړه. دغه توافقنامه چې د افغانستان د بریښنا شرکت او اسیايي پراختیايي بانک د مسؤلینو ترمنځ د ولسمشر په وړاندې لاسلیک شوه، له مخې به یې د نغلو د بریښنا په تولید کې زیاتوالی راشي. د ۲۰ میګاواټه برېښنا د تولید په ظرفیت د لمریزې ... Read More »

محقق په سوریه او عراق کې جنګېدونکي افغانان ستایلي

mohaqiq

د اجراییه ریاست دوهم مرستیال محمدمحقق په سوریه او عراق کې د ایران په لښکر فاطمیون کې جنګېدونکي هغه شیعه افغانان ستایلي چې دده په خبره د کفر پر ضد په جګړه بوخت دی. د محقق دغه څرګندونې چې په ایران کې یې په یوه غونډه کې وکړې د افغانانو لخوا په پراخه کچه وغندل شوې او نوموړی یې د ... Read More »

میدان وردګ: بیلا بیلو ولسوالیو کې نښتې شوې

Wardak_

د میدان وردګو ولایت په بیلا بیلو ولسوالیو کې نښتې شوې، چې یو شمیر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. ویل کیږي، دغه جګړې د یاد ولایت په نرخ، سید اباد او چک ولسوالیو کې رامنځ ته شوې. د طالبانو رسنیزه پاڼه وایي، چې: د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ اړوند دوراني سیمه کې د غلامک په نوم پمپ ... Read More »

کندهار کې له جګړو او درنو تلفاتو څخه خبر ورکړل شوی دی.

kandahar1

طالبان وایي کندهار کې ئې پر حکومتي سرتېرو خونړي بریدونه کړي چې په پایله کې ئې درنه مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده. د طالبانو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: بیګاه شپه دکندهارولایت د نېش ولسوالۍ په مرکز کې د حکومتي ځواکونو په ۲مهموپوستو ( دلاډو پوسته او خادي پوسته ) باندي بریدونه ترسره شول چې  په پایله کې ... Read More »

چارواکي: د دوه ډلمشرانو په ګډون ۱۴ داعشیان وژل شوي

nangarharr

په ننګرهار ولايت کې د داعش وسلوالو په مرکزونو هوايي بریدونه شوي، چې: په ترڅ کې یې یو شمیر داعشیان وژل شوي او بعضې نور یې ټپیان دي. د یاد ولایت د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي رسنیو ته وویل: دغه هوايي بريدونه د اچين ولسوالۍ د مامند درې مارغه سيمه کې ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې د ... Read More »