تازه خبرونه
Home / خبرونه (page 30)

خبرونه

پر وزیر اکبر خان غونډۍ د میلیونونو ډالرو په ارزښت د اوبو ستره ذخیره جوړیږي

13941209000199_PhotoJ

د اوبو رسولو شرکت مسؤلین وایي، چې وزیر اکبر خان غونډې باندې د اوبو یوه ستره ذخیره جوړیږي، چې له مخې به یې دغه سیمه په اوبو ښیرازه او بسیا شي. دا په داسې حال کې ده، چې: تیره ورځ ولسمشر غني په حضور کې د ښاري پراختیا عالي شورا غونډې په پای کې د اوبو رسولو شرکت لوی رئیس ... Read More »

چارواکي له ښځو سره د تاوتریخوالي د کمولو په هڅه کې دي

herat

د کورنیو چارو وزارت او افغان ښځو شبکې له لورې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت (۱۶) ورځنی کمپاین پيل شو. دغه کمپاین چې د لیندۍ له څلورمې نېټې پیل شوی، د یادې میاشتې تر ۲۰ مې نېټې پورې به دوام وکړي او په ترڅ کې به یې ګډونوالو ته له ښځو سره د ... Read More »

لوګر : د قومندان په ګډون امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

logar

طالبانو په لوګر ولایت کې د پولیسو د یو مهم قوماندان او یو شمیر عسکرو له وژنې خبر ورکړی او ادعا یې کړې، چې دغه ولایت کې د سختو جګړو پر مهال امنیتي ځواکونو ته درانه مالي او ځاني تلفات اوښتي. د طالبانو له لوري رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې: د منصوري عملیاتو په لړ کې ... Read More »

لغمان: قرغیو کې د یو دیني عالم په ګډون ۵ کلیوال وژل شوي

laghman

ویل کیږي، چې لغمان ولایت کې د دیني عالم په ګډون یو شمیر کسان وژل شوي دی. طالبان او سیمه ییزې سرچینې د دغو وژنه پړه د امنیتي ځواکونو په غاړه ور اچوي؛ خو د یاد ولایت د والي ویاند یې په کلکه ردوي. د ولسي وګړیو په وینا: یو تن دیني عالم تیره ورځ د امنیتي ځواکونو له لوري ... Read More »

د ملي شورا غړي: د محقق څرګندونې غیر اخلاقي او غیر قانوني دي

wolase jargha

د ملي شورا غړي د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محقق د څرګندونو په ځواب کې وایي: هېڅوک حق نه لري، چې د افغانستان په استازیتوب د ملي ګټو پرخلاف خبرې او سیاسي سوداګري وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې: محمد محقق وړمه ورځ د ایران په پلازمینه تهران کې د «اهل بيت مينه والو» تر سرلیک لاندې ... Read More »

سپنتا: حکومت په ګڼو مواردو کې اساسي قانون نقض کړی دی.

FB_IMG_1511757778041

د هیواد پخواني د بهرنیوچارو وزیر او د ملي امنیت شورا سلاکار رنګین دادفر سپنتا پر حکومت نیوکه کړې چې ګنې څو ځله یې اساسي قانون تر پښو لاندې کړی دی. په هغه غونډه کې چې ګڼ شمېر د حکومت ناقد سیاستوال په کې راغونډ شوي وو سپنتا هم پر حکومت توندې نیوکې وکړې . سیاستوالو په یوه خوله حکومت ... Read More »

هلمند: دجګړې دواړه لوري یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوې کوي.

HELMAND

له هلمند ولایته په خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي، چې  د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو مخامخ نښتې رامنځ ته شوې دي. د هلمند د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر  رسنیو ته وویل، چې: وړمه  شپه د ګرشک ولسوالۍ د مرکز اړوند ترابي هوټل سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو په ۲ پوستو ... Read More »

د نغلو د لمریزې برېښنا د تولید مرکز د جوړېدو تعهدنامه لاسلیک شو

FB_IMG_1511757658519

د بریښنا شرکت مسؤلینو د نغلو د لمریزې بریښنا تولید مرکز د جوړېدو تعهدنامه لاسلیک کړه. دغه توافقنامه چې د افغانستان د بریښنا شرکت او اسیايي پراختیايي بانک د مسؤلینو ترمنځ د ولسمشر په وړاندې لاسلیک شوه، له مخې به یې د نغلو د بریښنا په تولید کې زیاتوالی راشي. د ۲۰ میګاواټه برېښنا د تولید په ظرفیت د لمریزې ... Read More »

محقق په سوریه او عراق کې جنګېدونکي افغانان ستایلي

mohaqiq

د اجراییه ریاست دوهم مرستیال محمدمحقق په سوریه او عراق کې د ایران په لښکر فاطمیون کې جنګېدونکي هغه شیعه افغانان ستایلي چې دده په خبره د کفر پر ضد په جګړه بوخت دی. د محقق دغه څرګندونې چې په ایران کې یې په یوه غونډه کې وکړې د افغانانو لخوا په پراخه کچه وغندل شوې او نوموړی یې د ... Read More »

میدان وردګ: بیلا بیلو ولسوالیو کې نښتې شوې

Wardak_

د میدان وردګو ولایت په بیلا بیلو ولسوالیو کې نښتې شوې، چې یو شمیر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. ویل کیږي، دغه جګړې د یاد ولایت په نرخ، سید اباد او چک ولسوالیو کې رامنځ ته شوې. د طالبانو رسنیزه پاڼه وایي، چې: د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ اړوند دوراني سیمه کې د غلامک په نوم پمپ ... Read More »