تازه خبرونه
Home / دین پوهنه / اسلامي تمدّن (page 3)

اسلامي تمدّن

اولویا مای : اسلامي حجاب مې د ایمان راوړلو زریعه شو!

ijaab

بسم الله الرحمن الرحیم د الله پاک فضل ، ښېګڼې او مهربانۍ ، د دوی زړونه ایمان ته را کاږه کړل ، لکه څرنګه چې الله پاک فرمایي : « فمن یُرد الله أن یهدیه یَشرح صدره للاسلام …» چا ته چې الله پاک هدایت او سیده لارې ته د را اړولو اراده وکړي ، نو زړونه یې اسلام ته خلاص ... Read More »

امریکایي ډاکټره ، اوریفیا څرنګه مسلمانه شوه ؟!

yemeni-doctor-624x582

بسم الله الرحمن الرحیم اوریفیا وایي : چې زه د یوه امریکایي روغتون ، د نسائي او ولادي څانګې ، یوه متخصصه ډاکټره یم ، یوه ورځ روغتون ته ، د ولادت (زېږد) په درد اخته یوه مسلمانه عربه مېرمن راغله ، چې د لومړنیو دردونو نه ډېره تکلیف وه ، خو کله یې چې دماشوم د زېږد نېټه را ورسېده ... Read More »

د حج ټولنیزې موخې

hajjj

لیکنه: استاد ابوشامل حج په لغت کې: د قدرمن او محترم شي زیارت او هغه ته د ورتګ په معنا راځي. او د شریعت په اصطلاح کې: په خاص وخت او ځانګړي طریقې سره د بیت الله شریف او اړونده شعائرو زیارت کولو ته وا یي. حج د اسلام پنځم رکن دی د هجرت په نهم کال الله پاک په ... Read More »

حج ! جنت ته د ننوتلو دروازه

hajjj

بسم الله الرحمن الرحیم الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لا نبی بعده ، أما بعد : د اسلام له پنځو بناو یا ارکانو نه ، یوه بنا یا رکن حج هم دی ، البته چې څوک د تګ توان او وس ولري ، لکه څرنګه چې الله پاک فرمایي : « و لله علی الناس حِجُّ البیت من استطاع ... Read More »

نه هېرېدونکي اتل مسلمانان : حضرت ابوهریره رضي الله عنه

na heridonki atal musolmanan 14

 حضرت ابوهریره رضي الله عنه: ابوهریره رضي الله عنه د صخر زوی چې د جهالت پر مهال یې نوم عبدالشمس یا عبدالعزی و، د بنو دوس د قبیلې څخه و، د خیبر غزا پر مهال یې اسلام راووړ او په نوموړې غزا کې یې ګډون وکړ. مور يې د اسلام مخالفه وه، ده به حق دین ته بلنه ورکوله خو ... Read More »

د کایناتو قراني فلسفه : دویم څپرکی

da kainato qurani falsafa2

دلته يوه بله خبره داده چې ساينسي څېړنې او فلسفي نظريات دوه بېلابېل شيان دي او لازمه ده چې دواړه وپېژندل شي او توپير يې وشي، ځكه ساينسي څېړنې بالكل بې طرفه او ناپيلې وي خو فلسفې خامخا انحرافي هم وي. نو ځكه موږ اصلاً ساينسي څېړنو سره نه، بلكې منحرفو فلسفو سره مقابله كوو، هغه چې له ماده پرست ... Read More »

ابدالي احمدشاه بابا ته د محدث دهلوي لیک او هندوستان ته د ورتګ بلنه

bdali ahmad shsah

  حضرت شاه ولی الله محدث دهلوی او ابدالي احمدشاه با با ته دده لیک او هند ته دورتګ بلنه داسلامي نړۍ ستر مجتهد او نامتو محدث حضرت شاه ولی الله دهلوي جې په محدث او شاه صاحب سره هم شهرت لري د ۱۷۰۳ زیږدیز کال دفبرورۍ دمیاشتې په لسمه نیټه په ډهلي کې زیږیدلی دی . د شاه ولي ... Read More »

د قران کریم تلاوت مې زړه روښانه او پر اسلام مین کړ

da quran kareem tilawat me

برطانوۍ مشهوره ژورنالسته ، ایوان ریډلي په ۱۹۵۹ م کال کې زېږېدلې ، د برطانیې په مشهورو ورځپاڼو ( انډیپنډنټ ، ابزرور ، سنډې ټایمز او سنډې اکسپرس ) کې یې دندې ترسره کړېدي او د برطانوي دولت یوه ډېره چسته او چسپانده ژورنالسته ګڼل کېده . له مسلمانېدو څه موده وړاندې برطانوي دولت له اسلام او طالبانو سره د ... Read More »

د اسلام لنډ تاريخ څلورمه برخه : د اسلام د مبارک دين ظهور او د وحيې نزول

da islam land tarekh

 د اسلام مبارک دين د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم له مبعوث کېدو سره سم دنيا ته راغی او د جهالت تیارې يې له منځه يوړې . نبي کريم عليه السلام به له بعثت څخه مخکې هر کال د يو څه مودې لپاره د مکې ښار ته نژدې يوه غار ته چې (حرا) نومېده ، تشريف يوړه او هلته ... Read More »

نه هېرېدونکي اتل مسلمانان – سیدنا زبیر رضي الله عنه

na heridonki atal musolmanan 7

سیدنا زبیر رضي الله عنه د عوام زوی د خدیجة الکبری رضي الله عنها وراره او مور یې صفیه د عبدالمطلب لور وه . د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ترور زوی کېده . شپاړس کلن و چې له خپلې ګرانې مور سره یو ځای په اسلام مشرف شو ، بیا یې د قریشو لخوا ډیر کړاوونه ولیدل ... Read More »