تازه خبرونه
Home / سرمقاله (page 3)

سرمقاله

انتخاباتي ناندرۍ به کله پای ته رسیږي ؟

sar maqala20

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو له لومړي پړاونه پوره ۶ میاشتې تیرې شوې چې نه دهغو پایله معلومه شوه او نه يي د نسبي اعلان شویو پایلوپرسر د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ موافقه رامنځته شوه. له ښپږو (۶) میاشتو تیریدو وروسته هم دا نه ده معلومه چې د واک دسیاسی رقیبانو ترمنځ پر وروستۍ پریکړې به لانورڅومره وخت تیریږي ، ... Read More »

زموږ په هېواد کې له ډیر څه وړاندي دمرګ شمېرنې اړتيا!؟

samaqal logo

نن سبا د نړۍ دهیوادونو رواج او دستور دا دی چې هر څوک د خپل خپل هېواد په بېلابېلو برخو کې څېړنې کوي او د هر شي په هکله څرګند اعداد و ارقام وړاندې کوي مثلاً وايي زموږ دومره نفوس دی . په دې کې دومره نارينه ، دومره ښځېنه ، دومره ماشومان دومره تر شپېته کلنو پورته بوډاګان ، ... Read More »

مقدسه جګړه ، سپېڅلی أمن !

جنګ او سوله پخپل ذات کې دوه بیل متضاد مفاهم دي ، چیرته چې جګړي وي ثبات او سوکالي به نه وي او چیرته چې امنیت وي هلته به جګړه ځای نلري. خو یو بل شی چې هغه هم حقیقت دی ؛ دا دی چې دواړه (جنګ،أمن) که له یوبل سره ضد دي ؛ خو پخپل منځ کې سره یو ... Read More »

اختر،هيواد،هيوادوال او زموږحال !

اختراوموږ۲

دا دی زموږ په ژوند کې يو ځل بيا د بختورې روژې مبارکه مياشت پای ته ورسېده او نن د اختر د خوشاليو نېکمرغه ورځې ځلانده لمر راوخوت . نن د هغه اختر ورځ ده چې له زمانو راهيسې د اسلامي نړۍ او زموږ خپل هېواد کې هر کال په خوښۍ او خوشالۍ لمانځل کيږي . د دې ورځې لمانځنه ... Read More »

د ارګون غمیزه د کومو اهدافو لپاره؟

د ارګون غمیزه د کومو

د ارګون خونړۍ پیښه چې زموږ د سلګونو هیواد والو د مرګ ژوبلې لامل شوه د هیواد په دننه او بهرکې يې پراخ غبرګونونه راپارولي دي . ټول دا پوښتنه کوي چې دا ډول واقعات دچا لخوا او دکومو اهدافو لپاره رامنځته کیږي؟ ځواب ښکاره دی چې دا ډول پیښې د افغانستان د خلګو د دښمنانو او دافغانستان د استقلال ... Read More »

دهيواداستحکام دټولوافغانانوايماني اوملي فريضه ده!

دهيواداستحکام sliderدټولو

له رسنيو  څخه داسي معلوميږي چې دناټو يرغلګرو يو مهم اشرباڼي (ايټاليا) هم له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وېستو کار پيل اوبشپړ کړی دی. تر دوی مخکې ګڼو نورو هيوادونو هم لاړومبی خپل عسکر وېستلي دي او په دې ډول به د روان ميلادي کال تر پايه ټول امريکايي ځواکونه هم ووېستل شي . البته که هسې د خپلې ... Read More »

د افغان سياستوالو د پام وړ:–

da afghan siast wal da pam war.... slider

دا رښتيا ده چې اختلاف کلي او کورونه ورانوي او کله چې په يوه هېواد کې مشران ښکر سره اړم کړي نو بيا ټولهېواد او مملکت له تبايي او بربادي سره مخ شي . البته په هر صورت چېرته چې انسانان اوسيږي لږ يا ډېر اختلاف به هم خامخا وي . خو که په ولس کې څه نا څه پر ... Read More »

هلمند دکورنۍ جګړې لومړنی قرباني!!

hilmand...slider

هلمند ولایت د هیواد یوله هغو ولایتونوڅخه دی چې د بهرنی اشغال په مقابل کې يې ډیر ټینګ مقاومت کړی ، ډیر خارجي پوځیان پکي وژل شوي ، ډیر شمیر ټپیان شوي او په ډیره اندازه نور په رواني ناروغیو اخته شوي دي . دا ولایت ډیرې پراخې شګلنې دښتې لري چې مجاهدینوبه خارجي ځواکونوته په دغو شګلنو سیموکې ځمکني ماینونه خښول ... Read More »

افغانان باید د عراق له روان کړکيچ او وضعیته عبرت واخلي!

افغان بایددعراق روان

په کال ۲۰۱۱ کې امریکايي ځواکونه له عراقه ووتل او د عراق سیاسي واک یې د دې هیواد لومړی وزیر نوري المالکي ته پریښود . نوري المالکي چې په م‍ذهبي لحاظ د اهل تشیع له پلویانو څخه دی نو په خپل حکومت کې يې ډیرواک هم د دغه مذهب پلویانوته ورکړی چې دا کار د عراق د نورو سٌني مذهبه ... Read More »

رمضان درحمتونو مياشت اوزموږهرج مرج !

سرمقاله عکس

دادی يو ځل بيا زموږ اسلامي امت د هغې مياشتې په درشل کې دی چې د الله تعالی رحمتونه ، برکتونه او مغفرت پکې نازليږي . هغه مياشت چې يو مخ فضل و کرم ، برکت او نيکمرغي ده ، د دې فضايل زموږ له شمير او بيانه بهر دي . دا د ذکر مياشت ده ، هر عبادت پکې ... Read More »