تازه خبرونه
Home / سلایډر

سلایډر

تر څو به افغانان په يو او بل نوم وژل کيږي؟

lekana

د تېرې جمعې په شپه امنيتي سرچينو اعلان وکړ چې د ننګرهار ولايت شيرزاد ولسوالۍ په توتو سيمه کې يې د ځانګړو ځواکونو له خوا عمليات ترسره کړي. او د القاعده پنځه کسه غړي يې وژلي دي. د يادې سرچينې په رپوټ کې راغلي وو چې پنځو وژل شويو کې څو چيچنايي، څو ازبکان او د هغوی کوم يو افغان ... Read More »

د فراه په مرکز کې د امنیت امر ګلبهار مجاهد وژل شوی

farah

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۱/۲): د فراه ولایتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په مرکز فراه ښار کې د امنیت امر وژل شوی دی. دوی وايي: د امنیت امر ګلبهار مجاهد پرون له وسلوالو طالبانو سره په مخامخ نښته کې وژل شوی او ترڅنګ یې یو شمیر افغان سرتیرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، چې کره شمیره یې د ... Read More »

د انټرکانټیننټل هوټل امنیت یو خصوصي شرکت ته سپارل شوی وو

FB_IMG_1516513835402

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۱/۲): چارواکي وایي، چې دې وروستیو کې د انټرکانټیننټل هوټل امنیت یو خصوصي شرکت ته سپارل شوی وو او په وینا یې، چې: دوی پرې خبر نه وو. د کابل ګارنیزون قوماندان وايي: دغه برید وروسته له هغې شوی، چې د انټرکانټیننټل هوټل امنیت له تیرو دریو اوونیو راهیسې یو خصوصي شرکت ته سپارل شوی وو. افضل ... Read More »

غزنی: شلګر او قره باغ کې درنې جګړې شوې

ghazni walayat

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۱/۲): د غزني شلګر او قره باغ ولسوالۍ چې له تیرې یوې میاشتې راهیسې پکې سختې جګړې دوام لري، هره ورځ د طالبانو او دولتي ځواکونو د نښتو شاهدې وي. ویل کیږی، چې پرون ورځ و بېګاه شپه هم دواړو ولسوالیو کې د وسلوالو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي. طالبانو رسنیو ته په استولې ... Read More »

کونړ: طالبانو یو صحي کلینک جوړ کړی

konar

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۱/۱): له کونړ ولایته په خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي، چې طالبانو په یاد ولایت کې یو صحي کلینک جوړ کړی دی. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو سره په خبرو کې وویل: « د طالبانو د صحت کميسيون له لوري د قومي مشرانو په همکارئ د کونړ ولايت په شيګل ولسوالۍ کې يو لوی کلينک ... Read More »

طالبان: لوګر کې ۳۰ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

logar

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۱/۱): طالبانو خبر ورکړی، چې لوګر ولایت کې د افغان ځواکونو عملیات په بشپړه توګه ناکام شوي او د عملیاتي قوې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. طالبانو طالب نیوز ته په را استولې خبري بیان کې ویلي، چې: « تیره ورځ د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ اړوند پنګرام، نشار، فندوقه، نوې کلا او اورګان سیمو ... Read More »

د عطا په اړه د امريکايي سفير مداخله!

ata_mohammad_noor (1)

د ارګ له لوري د بلخ د زورواک والي عطا محمد نور استعفی نژدې يوه مياشت وړاندې ومنل شوه او پر ځای يې دې ولايت ته نوی والي انجنير داود وټاکل شو. خو دا دی وينو چې د يوې مياشتې په تېرېدو لا هم حکومت نه دی توانېدلی چې عطا رسماً لرې او پر ځای يې انجنير داود معرفي کړي. ... Read More »

د افغانستان پر وضعيت به د فتواګانو څه اغېز وي؟

lekana

خبري سرچينو رپوټ ورکړی چې تېره ورځ د اسلام آباد نړيوال اسلامي پوهنتون له خوا هغه کتاب خپور شو چې ويل کيږي د پاکستان اتلس سوه ديني علماؤ پکې د سرتېرو بريدونو د حرمت فتوا ورکړې ده. که څه هم تر دې مهاله دا نه ده څرګنده چې په دغو علماؤ کې به څومره مخور او نامتو اشخاص شامل وي ... Read More »

طالبان: په لوګر کې ۱۵ حکومتي عسکر وژل شوي

taliban-flag1

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۱ /۱): طالبان ادعا کوي، چې لوګر ولایت کې د شخړو پر مهال ګڼ شمیر عسکر وژلي دي. طالبان وايي: تیره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ اړوند خواجه انګور په سیمه کې د پولیسو په پوسته د طالبانو له لوري پراخ بریدونه ترسره شوي، چې شاوخوا ۲ ساعته یې دوام کړی او ... Read More »

چارواکي: ننګرهار کې د القاعده شبکې ۵ تنه وژل شوي

nangarharr

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۱/۱): چارواکي وایي، چې ننګرهار ولایت کې د القاعده ډلې ۵ تنه وژل شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د خبر په تائید سره ویلي، چې یاد کسان پرون په دغه ولایت کې وژل شوي دي. ده وویل: د شیرزادو ولسوالۍ په توتو سیمه کې تیره شپه د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو ... Read More »