تازه خبرونه
Home / سیاست

سیاست

د جنرالانو له غونډې به څه جوړ شي؟

lekana

تېرو دوو ورځو کې کابل د دولسو هېوادو لوی درستيزانو د يوې غونډې کوربه ؤ چې ويل کيږي په سيمه کې د امنيت ټينګولو او ترهګرۍ پر خلاف مبارزې توندولو په هوډ سره جرګه شوي وو. په ياده غونډه کې د افغانستان، پاکستان او دلته د امريکايي ځواکونو مشر قوماندان په شمول د منځنۍ اسيا هېوادونو نظامي مشرانو ګډون درلود. ... Read More »

د شورويانو ماته ټولو پرديپالو ته عبرت دی

sawarr

له افغانستانه د شوروي ځواکونو له وتلو راهيسې دا دی نه ويشت(۲۹) کاله پوره شول. شوروي لښکرو دلته نه کاله او پنځوس ورځې پرله پسې خونړي جنګونه وکړل او خواو شا يو نيم ميليون افغانانو ته يې مرګ ژوبله واړوله. دا پوځ په خپل وخت کې د نړۍ تر ټولو خطرناک پوځ ګڼل کېدو او په باوري توګه ويلی شو ... Read More »

حمدالله محب: د طالبانو لیک، د دغې ډلې ماتې ښيي

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶ / ۱۱ / ۲۶) : په امریکا کې د افغانستان سفیر حمدالله محب وايي: د امریکا متحده ایالتونو ته د طالبانو له خوا لېږل شوی لیک، د یادې ډلې ماتې ښيي. حمدالله محب په خپل ټويټر لیکلي و، چې: طالبانو خپله ورکه لېدلې او د خپل عزت د ساتلو په موخه د متارکې یا د اوربند ... Read More »

طالبان: د یوناما په راپور کې د امریکايي ځواکونو پلوي شوې

taliban-flag1

د يوناما د تېرکال د ملکي تلفاتو په اړه یو راپور خپور کړی، په راپور کې یې لیکلي دي: چې تېر کال له ۱۰ زره زیاتو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې، ۴۲ سلنه د وسله والو طالبانو له خوا، ۱۳ سلنه د افغان ځواکونو او ۲ سلنه بیا د امریکايي پوځونو له لوري. خو د وسله والو طالبان ویاند ... Read More »

له هیواد څخه د شوروي لښکرو د وتلو د ۲۹ کلیزې په مناسبت د ملا اغاجان معتصم اعلامیه

mutasim ap

بسم الله الرحمن الرحیم له نن څخه پوره ۲۹ کاله وړاندې په همدې ورځ د پخواني شوروي اتحاد یرغلګر ځواکونه زموږ د هیواد له حریمه بیرته ووتل. له افغانستان څخه د سره پوځ د اشغالګرو پوځیانو وتل د افغان مسلمان ولس د یونیم ملیون شهیدانو د وینو په بیه تر سره شول. دا ورځ یواځې زموږ د هیواد لپاره د ... Read More »

د سرو شورويانو ماتې دې هېوادوالو ته مبارکه وي!

jadiy

د اتحاد جماهیر شوروي له قیامه وروسته سرو شورویانو د سیمو نیولو او هلته د مارکسیزم خپرولو ته ملا وتړله، ډېرې سیمې یې ونیولې او د کمونیزم نشرولو لپاره یې ډېر جوماتونه او مدرسې په شرابخانو، حمامونو، نڅاځایونو او د فحشاء په مراکزو بدل کړل او یا یې له بیخه ونړول، د مارکسیزم د ترویجولو په موخه یې په لکونو ... Read More »

د نارينه او ښځينه ؤ د اختلاط خطرناک زيانونه

lekana

څرنګه چې الله عزوجل د انسان د ازميښت اراده کړې او بيا يې د ازميښت د بشپړتيا لپاره هغه ته د ښو او بدو هر ډول کړنو پوره موقع، وړتيا او اسباب ورکړي. نو ځکه يې خپله د هغه په ځان کې هم د ښو او بدو دواړو تلوسه ايښې. البته د تلوسې تر څنګ د الله تعالی له لوري ... Read More »

د پښتنو تحريک څه غواړي؟

naqeeb masood

له نزدې دوو اونيو راهيسې له ډيورنډ کرښې ور هاخوا د پښتنو قبايلو سل ګونه او زرګونه ځوانان لارو او کوڅو ته راوتلي او د پښتنو د يو شمېر حقونو د ترلاسه کولو غوښتنې کوي. دوی ظاهراً په کراچۍ کې د پوليسو يو تاڼدار له خوا د يوه پښتون نقيب الله محسود په وژل کېدو پارېدلي او د پښتونخوا له ... Read More »

هلمند: ناوه او ګرشک کې حکومتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

helman

تېره ورځ د هلمند ولایت د ناوې او ګرشک ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو له خوا په امنیتي عسکرو او سیمه ایزو پولیسو (اربکیانو) بریدونه شوي، چې مرګ ژوبله یې وراړولې ده. ویل کيږي چې تېره ورځ د ناوې اړوند ټانګانو ګودر سیمه کې وسله والو طالبانو د شپې ناوخته د سپکو او درنو وسلو په کارولو سره د ... Read More »

وچکالي د هېواد لپاره يو بل ناورين

2018-02-12-11-20-12--1205540845

داسې ښکاري چې د افغانانو د ژوند او ګوزران برخه نوره هم په خوارېدو ده. ځکه د واورو او بارانونو په دې روان موسم کې خو اسمان او ځمکه دواړه ډېر وچ او بې نمه معلوميږي او د راتلونکې لپاره د الله تعالی رحمت ته اسره شته خو که خپلو افعالو ته وکتل شي نو خدای خبر چې څه به ... Read More »