تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان

افغانستان

د سولې په اړه د حکومت مثبتې څرګندونې

solha

د سولې شورا وروستۍ څرګندونې چې له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه دي، ظاهراً مثبتې ګڼل کېدای شي. دا ځکه چې اوس يې مستقيماً طالبانو ته بلنه ورکړې چې که هر ځای او په هره بڼه د هغوی خوښه وي، حکومت د خبرو اترو لپاره ورته چمتووالی لري. د حکومت له اړخه دا ډول څرګندونې بې له شکه ... Read More »

د داعشيانو مرسته او ټيکری په سر اچول

daeash

ولسمشر اشرف غنی تېره ورځ له داعش سره د چارواکو د ملاتړ په تورو سپينو کې يوه دا خبره هم له خولې ووېسته چې که څوک پر کوم سرکاري سړي له داعش سره د مرستې کوم ثبوت لري نو را دې شي اړوندو عدالتي ادارو ته دې خپل دلايل وړاندې کړي او که بيا يې خپله خبره ثابته نه کړی ... Read More »

د ولسونو اراده برخليکونه بدلولی شي

lekana

په دې ورځو کې د پاکستان وروستيو مظاهرو د نړيوالو چاپي او برېښنايي ګردو رسنيو توجه ځان ته را اړولې او زياترو يې په دې اړه ليکنې او رپوټونه خپاره کړي دي. يادې مظاهرې د تحريک لبيک يا رسول الله په نامه يوه خوځښت له لوري پيل شوې وې چې ان تر دريو اونيو يې هم زيات وخت ونيو. مظاهره ... Read More »

ملي ګټې تر هر څه لومړيتوب لري

lekana

د اجرائيه رياست د دويم مرستيال پر هغو څرګندونو چې سوريه کې د جنګېدونکو افغانانو په اړه يې کړې وې، لا هم د هېواد او حکومت په مختلفو ټولنو کې تبصرې روانې دي. د ولسي او مشرانو جرګې غړي، مدني فعالان، سياستوال او نور مخور شخصيتونه هر يو د نوموړي پر خبرو نيوکې لري او يو مخ يې د هېواد ... Read More »

د مدرسو پالنه په ملي ثبات کې ژور اغېز لري

madrassa

دا حقيقت د لمر په شان روښانه دی چې افغان ملت يو متدين، مېړني او پر خپل ملي کلتور مين ولس دی. د دې برګنو واړه او زاړه خپلو ګردو مذهبي شعايرو او ديني مقدساتو ته د زړه له تله درناوی لري. دلته هر ماشوم، ځوان، بوډا، ښځينه او نارينه د همدغو ارزښتونو په نامه خپل ځانونه او سرونه قرابانوي ... Read More »

افغاني عسکرو ته د امريکايانو شابسي د څه لپاره؟

lekana

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نيکولسن يو ځل بيا افغاني عسکر ستايلي او له ترهګرۍ سره يې د کلک مقاومت توريالي بللي. نوموړي دا خبرې تېره ورځ د ويډيويي کنفرانس له لارې پنټاګون کې را غونډ شويو افسرانو ته کولې. نيکولسن په دغه وينا کې هغوی ته ډاډ ورکړ چې افغانستان کې دا مهال ... Read More »

د تذکرو ستونزه به څرنګه حل کيږي؟‍

tazkiraaa

تېره ورځ مشرانو جرګې د رأيو په اکثريت د ولسمشر هغه تقنيني فرمان تصويب او تأييد کړ چې برېښنايي تذکرو کې د دين او ملت د وضاحت په هکله يې څو مياشتې ړومبی لا صادر کړی ؤ. د ولسمشر دغه فرمان خواوشا دوه مياشتې مخکې د ولسي جرګې له خوا په دې پلمه رد شوی ؤ چې د دوی په ... Read More »

زندانونه د فساد او شکنجو مرکزونه

zabul zindan

د افغانستان د بشري حقونو د څار ادارې خپل وروستي رپوټ کې د هېواد له زندانونو سر ټکولی او د زندانيانو پر ناوړه وضعيت يې د اندېښنې او خوابدي څرګندونه کړې. يادې ادارې د ځينو را خلاص شويو زندانيانو له خولې ويلي چې دا وخت د هېواد په ګردو لويو او وړو زندانو کې د مسلکي افرادو او مسؤلينو زښته ... Read More »

مخدرات د هېواد لپاره يو بل جدي ګواښ

nashayan

له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې اندېښنه څرګنده کړې چې د پخوا په نسبت سږ کال د کوکنارو په کښت کې لا ډېر زياتوالی راغلی. دا په داسې حال کې چې حکومت له يوې خوا پر زياترو هغو ولسواليو هم د خپلې ولکې د ټينګېدو دعوې کوي چې پخوا د طالبانو تر واک لاندې وې او وايي چې ... Read More »

د ثبات او تنظيم لپاره لويې سياسي ډلې اغېزناکې دي

lekana

تېره ورځ کابل کې د حزب اسلامي د غړو يوه عمومي غونډه جوړه شوې وه. په ياده غونډه کې د حزب مشر ښاغلي حکمتيار هوډ څرګند کړ چې د حزب اسلامي په نامه بېلابېلو دفترونو د انسجام او وحدت لپاره به ګړندۍ هڅې کوي او په دې اړه کار کول به يې مهم لومړيتوب وي. د هېواد له روان وضعيته ... Read More »