تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان (page 2)

افغانستان

په ننګرهار کې يو بل وحشت!

lekana

تېره ورځ تر غرمې وروسته جلال آباد ښار ته څېرمه د بهسودو ولسوالۍ په مقام خان هديره کې د جنازې پر مهال يوه خونړۍ چاودنه وشوه. ويل کيږي چې خطرناک چاودېدونکي مواد هغه موټر سايکل کې اېښودل شوي وو چې د جنازې صفونو سره جوخت ولاړ ؤ. د رپوټونو له مخې دا جنازه د يو پخواني قوماندان وه چې يو ... Read More »

د ايران فرهنګي فعاليتونه د نورو بدمرغيو لامل ګرځي

afghan in iran

تېره ورځ په کابل کې د «تبيان» په نامه يوه فرهنګي مرکز کې چې کوم خونړي بريدونه وشول لس ګونو بې خبره او مظلومو انسانانو ته پکې مرګ ژوبله ورسېده. دا ډول بريدونه په هر صورت د غندنې وړ دي او د دغه شان عامو او بې رحمه وژنو لپاره هيڅ کوم عقلي، نقلي يا عرفي مجوز نه ليدل کيږي. ... Read More »

د طالبانو لپاره د سياسي او دعوتي کار امکانات او مشکلات

lekana

دا وخت په هېواد کې د اسلامي تحريک د زياترو خواخوږو، فعالانو او دوستانو خپل منځي مجالسو کې پر دې خبره ډېر بحثونه کيږي چې که فرضاً وسلوال طالبان هم په موجوده وضعيت کې له همدې برحاله حکومت سره هماغه د حزب اسلامي په شان روغه جوړه وکړي، نو ايا دا چاره به د اسلامي تحريک په ګټه که په ... Read More »

د سولې لپاره د لوی جهاد فريضه

solaa

د سولې عالي شورا مشرانو تېره ورځ په يوه غونډه کې د هېواد له ګردو ديني علماؤ غوښتنه او هيله وکړه چې تر دې وروسته نور د سولې په اړه له بې پروايي لاس واخلي او په هېواد کې د روغې جوړې او سولې د ټينګښت لپاره يوه ستر او مقدس جهاد ته اوږه ورکړي. د سولې شورا د مشرانو ... Read More »

د جدي شپږمه د افغاني تاریخ توره ورځ!!!

jadiy

د افغانستان په وروستیو څلورو لسیزو کې څو ورځې خورا کرغېړنې دي، چې يوه له هغې څخه د (۱۳۵۸ هـ ش) د مرغومي شپږمه ده، دا هغه تور ماښام و، چې د افغانستان د سرو کمونستانو د ملاتړ په پلمه سرو شورویانو زمونږ هېواد ته يو لک او څلوېښت زره عسکر راواستول، چې د شوبلو او ټانکونو په ګډون په ... Read More »

د مرکز د استحکام په لور يو بل ګام:

lekana

خبر دی چې له تېرو ديارلسو کلو راهيسې د بلخ زورواکی والی ښاغلی عطا محمد نور له خپلې دندې لاس په سر کړی شوی او پر ځای يو بل کس انجينر داؤد د نوموړي ولايت د رسمي والي په توګه د مرکز له خوا معرفي شوی دی. بلخ د افغانستان له مهمو ولاياتو ګڼل کيږي ځکه يو خو د مزار ... Read More »

افغانان د پردیو د جګړې قرباني!

lekana

که څه هم افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د جګړو میدان و او په دې وروستیو څلورو لسیزو کې هر ځل د لویو ځواکونو د جګړې په مرکز بدل شوی دی. که د کمونیستانو او روسانو په پرځولو کې امریکا، پاکستان او د عرب لیګ په ګډون بیلا بیلو هېوادونو د مجاهدینو مرسته کوله؛ نو د طالبانو په پرځولو ... Read More »

د سولې په اړه د حکومت مثبتې څرګندونې

solha

د سولې شورا وروستۍ څرګندونې چې له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه دي، ظاهراً مثبتې ګڼل کېدای شي. دا ځکه چې اوس يې مستقيماً طالبانو ته بلنه ورکړې چې که هر ځای او په هره بڼه د هغوی خوښه وي، حکومت د خبرو اترو لپاره ورته چمتووالی لري. د حکومت له اړخه دا ډول څرګندونې بې له شکه ... Read More »

د داعشيانو مرسته او ټيکری په سر اچول

daeash

ولسمشر اشرف غنی تېره ورځ له داعش سره د چارواکو د ملاتړ په تورو سپينو کې يوه دا خبره هم له خولې ووېسته چې که څوک پر کوم سرکاري سړي له داعش سره د مرستې کوم ثبوت لري نو را دې شي اړوندو عدالتي ادارو ته دې خپل دلايل وړاندې کړي او که بيا يې خپله خبره ثابته نه کړی ... Read More »

د ولسونو اراده برخليکونه بدلولی شي

lekana

په دې ورځو کې د پاکستان وروستيو مظاهرو د نړيوالو چاپي او برېښنايي ګردو رسنيو توجه ځان ته را اړولې او زياترو يې په دې اړه ليکنې او رپوټونه خپاره کړي دي. يادې مظاهرې د تحريک لبيک يا رسول الله په نامه يوه خوځښت له لوري پيل شوې وې چې ان تر دريو اونيو يې هم زيات وخت ونيو. مظاهره ... Read More »