تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان (page 3)

افغانستان

ملي ګټې تر هر څه لومړيتوب لري

lekana

د اجرائيه رياست د دويم مرستيال پر هغو څرګندونو چې سوريه کې د جنګېدونکو افغانانو په اړه يې کړې وې، لا هم د هېواد او حکومت په مختلفو ټولنو کې تبصرې روانې دي. د ولسي او مشرانو جرګې غړي، مدني فعالان، سياستوال او نور مخور شخصيتونه هر يو د نوموړي پر خبرو نيوکې لري او يو مخ يې د هېواد ... Read More »

د مدرسو پالنه په ملي ثبات کې ژور اغېز لري

madrassa

دا حقيقت د لمر په شان روښانه دی چې افغان ملت يو متدين، مېړني او پر خپل ملي کلتور مين ولس دی. د دې برګنو واړه او زاړه خپلو ګردو مذهبي شعايرو او ديني مقدساتو ته د زړه له تله درناوی لري. دلته هر ماشوم، ځوان، بوډا، ښځينه او نارينه د همدغو ارزښتونو په نامه خپل ځانونه او سرونه قرابانوي ... Read More »

افغاني عسکرو ته د امريکايانو شابسي د څه لپاره؟

lekana

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نيکولسن يو ځل بيا افغاني عسکر ستايلي او له ترهګرۍ سره يې د کلک مقاومت توريالي بللي. نوموړي دا خبرې تېره ورځ د ويډيويي کنفرانس له لارې پنټاګون کې را غونډ شويو افسرانو ته کولې. نيکولسن په دغه وينا کې هغوی ته ډاډ ورکړ چې افغانستان کې دا مهال ... Read More »

د تذکرو ستونزه به څرنګه حل کيږي؟‍

tazkiraaa

تېره ورځ مشرانو جرګې د رأيو په اکثريت د ولسمشر هغه تقنيني فرمان تصويب او تأييد کړ چې برېښنايي تذکرو کې د دين او ملت د وضاحت په هکله يې څو مياشتې ړومبی لا صادر کړی ؤ. د ولسمشر دغه فرمان خواوشا دوه مياشتې مخکې د ولسي جرګې له خوا په دې پلمه رد شوی ؤ چې د دوی په ... Read More »

زندانونه د فساد او شکنجو مرکزونه

zabul zindan

د افغانستان د بشري حقونو د څار ادارې خپل وروستي رپوټ کې د هېواد له زندانونو سر ټکولی او د زندانيانو پر ناوړه وضعيت يې د اندېښنې او خوابدي څرګندونه کړې. يادې ادارې د ځينو را خلاص شويو زندانيانو له خولې ويلي چې دا وخت د هېواد په ګردو لويو او وړو زندانو کې د مسلکي افرادو او مسؤلينو زښته ... Read More »

مخدرات د هېواد لپاره يو بل جدي ګواښ

nashayan

له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې اندېښنه څرګنده کړې چې د پخوا په نسبت سږ کال د کوکنارو په کښت کې لا ډېر زياتوالی راغلی. دا په داسې حال کې چې حکومت له يوې خوا پر زياترو هغو ولسواليو هم د خپلې ولکې د ټينګېدو دعوې کوي چې پخوا د طالبانو تر واک لاندې وې او وايي چې ... Read More »

د ثبات او تنظيم لپاره لويې سياسي ډلې اغېزناکې دي

lekana

تېره ورځ کابل کې د حزب اسلامي د غړو يوه عمومي غونډه جوړه شوې وه. په ياده غونډه کې د حزب مشر ښاغلي حکمتيار هوډ څرګند کړ چې د حزب اسلامي په نامه بېلابېلو دفترونو د انسجام او وحدت لپاره به ګړندۍ هڅې کوي او په دې اړه کار کول به يې مهم لومړيتوب وي. د هېواد له روان وضعيته ... Read More »

د هېواد وحدت او تنظيم ته شديده اړتيا ده

solaa

زموږ پر ګران هېواد د شورويانو د يرغل له امله د افغانانو ملي وحدت تالا ترغه او هېواد عملاً پر څو برخو ووېشل شو. هغه مهال خبره دومره خرابه شوه چې ځينو ډلو د خپل مطلوب قلمرو ځانګړې نقشې راووېستې، روسانو هم د يوه پر ځای دوو ډلو ته پيسې چاپولې، هر چا خپل ډول او خپله ترانه ږغوله او ... Read More »

کم عمره ځوانان ولې په جګړو کې ګډون کوي؟

lekana

د اسلام دین سپېڅلي او زرين اصول او قوانين د ژوند په هر ډګر کې واضح او روښانه لارښوونې لري. د سهار له خوبه رابیدارېدو تر بیا ويده کېدو، له کلیمې ویلو (مسلمانېدو) څخه تر واکمنېدو پورې او همداشان د الله تعالی په لاره کې له جهاد پيلولو او جهاد بندیدلو او سولې کولو پورې ټول اصول او مقررات لري. ... Read More »

اربکيان به له حکومت سره څومره مرسته وکړی شي؟

arbakian

د حکومت نظامي چارواکي وايي چې دغو ورځو کې د اربکيانو يا محلي پوليسو د يو بل ځواک جوړولو لپاره پلان جوړوي. د دوی په وينا دغه ځواکونه به د هغو سيمو په ساتنه کې د حکومت مټې محکموي چې نوې نوې له طالبانو نيول کيږي. دا چې د هېواد بېلابېلو سيمو کې له مختلفو قومو جوړ دا ډول لښکر ... Read More »