تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان (page 4)

افغانستان

پر کرښه اغزن تارونه د همدې حکومت سوغات دی

FB_IMG_1507801469113

د کونړ ولايت اوسېدونکي وايي چې پاکستاني پوځيانو په دې ورځو کې د دې ولايت د ناړۍ، سرکاڼو او خاص کونړ ولسواليو اړوند هغو سيمو کې د اغزن تار لګولو تابيا نيولې چې ډيورنډ کرښې سره جوختې پرتې دي. پوځيانو د دې موخې لپاره تر دې وخته خپل زياتره سازو سامان هم چمتو کړی دی. دوی وايي چې ناړۍ ولسوالۍ ... Read More »

د مبارزينو موجوديت د اسلام د حقانيت يو بل دليل

islammmmm

انساني ټولنه د خپل فطرت له مخې د يو فوق العاده يا ماوراء طبيعت قادر ذات د پيدا کولو او منلو په تلوسه کې ده خو دا بيا د مختلفو زماني او مکاني شرايطو او ظروفو اغېز دی چې ځينې انسانان په يو شي او ځينې په بل څه ګروهمن شوي او زړه يې پرې تړلی دی. يعنې کله ډېر ... Read More »

د خپلو نظرياتي سرحدونو دفاع هم لويه فريضه ده

lekana

د نړۍ ځواکمن کفري هېوادونه همېشه په خپل ټول وس توان سره پر اسلامي امت يرغلونه کوي او لکه چې د بېلابېلو مسلمانو ملتونو سيمه او خاوره اشغالوي، طبيعي زېرمې يې وړي، اقتصاد يې ور خرابوي او په خپل منځي لانجو يې سره اړوي، همدغسې يې نظرياتي حريم کې هم مداخلې کوي. لکه د بيان د ازادۍ په پلمه چې ... Read More »

په ننګرهار کې د خاصو ځواکونو خاص عمليات!

wolasi

د تېرې سه شنبې په شپه د ننګرهار ولايت اچيڼ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو له خوا شپيني عمليات ترسره شول چې په ترڅ کې يې د يوې کورنۍ اووه کسان ووژل شول او پنځه يې له ځان سره بوتلل. د دې پېښې په غبرګون کې د يادې کورنۍ مشرانو رسنيو ته په چيغو او ژړاګانو ... Read More »

د ټرمپ نوې کړنلاره، د افغانانو د مرګ لاره!!

tramp

د امریکا ولسمشر تېر کال د ولسمشریزو ټولټاکنو د کمپاینو پر مهال د افغانستان په اړه په خپله کړنلاره کې د بدلون خبرې کولې، کله چې په ټاکنو کې بریالی شو، له ډېر ځنډ وروسته یې د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره نوې ستراتيژي اعلان کړه، افغان چارواکي ورته خوشحاله شول؛ خو د ملت غوڅ اکثريت یاده کړنلاره وغندله. د ... Read More »

د خپل منځي اختلاف شرمونکې پایلې

FB_IMG_1508990930901

د خبري سرچينو په حواله ويل شوي چې تېره ورځ هېواد ته د امريکايي خارجه وزير ټيلرسن د ناڅاپي راتګ پر مهال زموږ د حکومت دواړه مشران ډېر په منډه له هغه سره د ليدو لپاره د باګرام امريکايي اډې ته ورغلل. خو بل لور ته بيا همدغه ټيلرسن کله چې پاکستان ته ولاړ نو هلته پر هوايي اډه د ... Read More »

د اروايي جګړې نوي يرغلونه

lekana

غربي سرچينې د امريکې د جاسوسي شبکې دوو نوم پټو مأمورينو په حواله وايي چې اوس د امريکې حکومت پتېيلې څو افغانستتان ته د «سي آی اې» يو شمېر تجربه کار مأموريڼ او قراردادي اجيران واستوي چې په دې ډول وکړای شي وسلوالو طالبانو ته لا زياته مرګ ژوبله واړوي. دا خبر نيويارک ټايمز ورځپاڼې خپور کړی او ويلي يې ... Read More »

د سولې لپاره هره ناسته باید په نیک فال ونیول شي او ملاتړ ئې وشي.

solaa

څو ورځې وړاندې د عمان په مرکز مسقط ښار کې د افغان، پاکستاني، چینايي او امریکايي چارواکو ترمنځ د افغانستان د سولې بهیر په دوام غونډه ترسره شوه، چې: جزیات یې تر ډيره له رسنیو پټ وساتل شول او یاده ناسته د بندو دروازو تر شا ترسره شوه. د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه ، د دفاع وزارت ویاند دولت ... Read More »

ايا د ټرمپ غوڅ دريځ به ستونزه حل کړی شي؟

tramp

ځينې حکومتي چارواکي او کرايي شنونکي وړاندوينه کوي چې نن دی که سبا وسلوال مخالفين به له منځه ځي، سوله او کراري به راځي، ديموکراسي به ټينګيږي او د افغانانو هېواد به پر خپلو پښو دريږي. دا ځکه چې د دوی په باور نوي امريکايي ولسمشر د افغانستان په هکله داسې غوڅ دريځ غوره کړی چې نه به پاکستان ترې ... Read More »

امريکايان اخر هم ديپلوماسۍ او خبرو ته راغلل

wolasee

د افغانستان په اړه يوه تازه پرمختيا دا ده چې د امريکې د بهرنيو چارو وزير ريکس ټيلرسن اوس د خبرو اترو او ديپلوماسۍ ډګر ته راوتلی او غواړي چې په څو لنډو ورځو کې له هند او پاکستانه ليدنه وکړي. نوموړي د خپل سفر له پيلېدو مخکې رسنيو ته په يوه وينا کې ويلي چې امريکايي ځواکونه به تر ... Read More »