تازه خبرونه
Home / سیاست / نړی

نړی

د پاکستان له متازۍ ځانونه خلاص کړئ !

التقاط

په پاکستان کې تر يو لړ ترهګريزو بريدونو وروسته چې لس ګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله ، يو ځل بيا د حکومت لاسونه افغان مهاجرو او افغانستان ته راوغځېدل . رپوټونه وايي چې هلته د امنيتي ادارو له خوا په يادو مرګونو پېښو کې د لاس لرلو په شک په ډرځنونو افغانان توقيف شوي دي . دغه راز ... Read More »

د ښځو پر خلاف د تاوتريخوالي عوامل:

التقاط

لويديځوالو په اسلامي نړۍ کې د خپلو لاس وهنو او ناروا مداخلو لپاره دا مهال يو څو داسې موضوعات مطرح کړي چې په حقيقت کې يې ټوله ګرمه بېرته پر همدوی ور اچول کيږي . د مثال په ډول په دغو کې يوه د ښځو موضوع ده چې زموږ پر هېواد تر امريکايي يرغله مخکې به د دوی رسنيو په ... Read More »

ايا نوی ميلادي کال به رښتيا د تروريزم د ماتې کال وي ؟

2017

د ولسمشر وياندويان وايي چې نوی دوه زره اوولسم ميلادي کال زموږ هېواد کې د تروريزم د ماتې کال دی . دوی په دې هکله ولس ته ډاډ ورکوي او زياتوي چې د راتلونکي کال په اوږدو کې به حکومت ښې لاسته راوړنې لري او هر څه به سم دم شي .دا شېبه خلکو دوه زره شپاړسم کال تر شا ... Read More »

اسرائيل: د ودانۍ نړېدلو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

Ramat Hahayal Building Collapse

د اسرائيلو په مرکز تل ابيب کې يوه څلور پوړيزه ودانۍ چې کار لا هم پکې روان ؤ، نړېدلې او ګڼه مرګ ژوبله يې رامنځ ته کړې ده. په دغه پېښه کې (۱۸) اتلس تنه ټپيان او (۳۰) دېرش نور له ودانۍ لاندې شوې دي چې د مرګ و ژوند په اړه يې لا معلومات نه دي ورکړل شوي. د ... Read More »

ايا ديموکراتان خپلو اصولو ته ژمن دي؟

lekana

وايي : د ځنګل پاچا خره ته امر وکړ چې د ځنګله ټول هغه حيوانات ما ته د حلالې لپاره حاضر کړه چې اوږدې غاړې لري . په دې وخت کې يو فيل له ځنګله څخه په منډه ؤ ، چا ور څخه وپوښتل : ته ولې منډې وهې ، ته خو د اوږدې غاړې حيوان نه يې ! فيل ... Read More »

فرانسه: اورلګېدنې او چاودنې شلو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

فرانسه

د فرانسې په شمال «روان» ښار کې د يو نايټ کلپ منځ کې اورلګېدنې او چاودنې شاوخوا شلو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې. لومړني راپورونه وايي پېښه کې «۱۳» ديارلس تنه وژل شوي او «۷» کسه نور ټپيان دي چې نږدې روغتون ته انتقال شوي دي. سيمه ايزو اوسېدونکو رسنيو ته ويلي: ياده پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې ... Read More »

هندوستان: د ښار په ګڼه ګوڼه کې ديارلس کسان په ډزو وژل شوي

هندوستان - اسام

هندي رسنۍ وايي: نن د دغه هېواد شمال ختيځ اسام نومي ايالت کې څو تنو بريدګرو د ډک بازار منځ کې ناتاره په خلکو ډزې پيل کړې چې ديارلس کسان پکې ووژل شول. دغه بريد د اسام ايالت په کوکراجار سيمه کې رامنځ ته شوی او ديارلس کسان يې ځای په ځای وژلي دي. سيمه ايزو پوليسو رسنيو ته ويلي: ... Read More »

د قطر د امير پلار ترکيې ته په سفر تللی

قطر

د قطر د امير شيخ تميم پلار او پخواني امير حمد بن خليفه الثاني تېره ورځ ترکې ته سفر کړی. نوموړي د خپل سفر په ترڅ کې د ترکې ترسره شوې ناکامه کودتا په سختو ټکو غندلې او له ترک ولسمشر رجب طيب اردوغان څخه يې خپل هر اړخيز کلک ملاتړ اعلان کړی. د ترکې ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي: د قطر ... Read More »

د لندن زړه کې د چړې ګوزار مرګ ژوبله اړولې

انګلستان

د انګلستان پلازمينه لندن کې يو «۱۹» نولس کلن ځوان په شاوخوا خلکو د چړې بريد کړی چې يوه ښځه پکې وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي. دغه بريد د لندن زړه روسيل ميدان کې په ځايي وخت د شپې لس نيمې بجې د يو نولس کلن ځوان له لوري شوی. ځايي پوليسو ويلي چې بريدګر مو نيولي او ... Read More »

هندوستان کې سېلابونو ځاني و مالي زيانونه اړولي

هندوستان

هندوستان کې د سختو بارانونو له امله لوی لوی سيلابونه راوتلي او خلک يې له ځاني و مالي زيانونو سره مخ کړي. دغه سېلابونه د هندوستان په لويديځ کې د مهاراشترا نومي ايالت په بېلا بېلو سيمو کې راوتلي. د ياد ايالت لومړي وزير رسنيو ته ويلي چې پرون شپه ناوخته د ډېرو سختو بارانونو او سېلابونو له امله هغه ... Read More »