تازه خبرونه
Home / سیاست (page 10)

سیاست

د سولې په اړه د حکومت مثبتې څرګندونې

solha

د سولې شورا وروستۍ څرګندونې چې له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه دي، ظاهراً مثبتې ګڼل کېدای شي. دا ځکه چې اوس يې مستقيماً طالبانو ته بلنه ورکړې چې که هر ځای او په هره بڼه د هغوی خوښه وي، حکومت د خبرو اترو لپاره ورته چمتووالی لري. د حکومت له اړخه دا ډول څرګندونې بې له شکه ... Read More »

طالبانو د خپلو بهرنیو او داخلي وسلوالو د وژنو خبرونه رد کړل

طالبانو د افغان امنیتي چارواکو ټولې هغه څرګندونې رد کړې، چې: ګواکې په پکتیا، غزني او زابل ولایتونو کې یې د القاعده یو شمیر بهرني او د طالبانو ځينې داخلي وسلوال وژلي دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد نن رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې تیره شپه په پکتیا، غزني او زابل کې د چاپو او بریدونو پر ... Read More »

د داعشيانو مرسته او ټيکری په سر اچول

daeash

ولسمشر اشرف غنی تېره ورځ له داعش سره د چارواکو د ملاتړ په تورو سپينو کې يوه دا خبره هم له خولې ووېسته چې که څوک پر کوم سرکاري سړي له داعش سره د مرستې کوم ثبوت لري نو را دې شي اړوندو عدالتي ادارو ته دې خپل دلايل وړاندې کړي او که بيا يې خپله خبره ثابته نه کړی ... Read More »

د ولسونو اراده برخليکونه بدلولی شي

lekana

په دې ورځو کې د پاکستان وروستيو مظاهرو د نړيوالو چاپي او برېښنايي ګردو رسنيو توجه ځان ته را اړولې او زياترو يې په دې اړه ليکنې او رپوټونه خپاره کړي دي. يادې مظاهرې د تحريک لبيک يا رسول الله په نامه يوه خوځښت له لوري پيل شوې وې چې ان تر دريو اونيو يې هم زيات وخت ونيو. مظاهره ... Read More »

جګړې څوک او ولې زیاتوي؟

wolasee

دا به مو په خبرونو کې ډير اوریدلي وي، چې په افغانستان کې د تیرو میاشتو په پرتله جګړه څو سلنه زیاته شوې یا د تیرو کلنو په نسبت یې زیاتوالی موندلی؛ خو په خبرونو کې به مو کله هم نه وي اوریدلي، چې دغه جګړې چا، څنګه او ولې زیاتې کړې دي؟ په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو ... Read More »

ملي ګټې تر هر څه لومړيتوب لري

lekana

د اجرائيه رياست د دويم مرستيال پر هغو څرګندونو چې سوريه کې د جنګېدونکو افغانانو په اړه يې کړې وې، لا هم د هېواد او حکومت په مختلفو ټولنو کې تبصرې روانې دي. د ولسي او مشرانو جرګې غړي، مدني فعالان، سياستوال او نور مخور شخصيتونه هر يو د نوموړي پر خبرو نيوکې لري او يو مخ يې د هېواد ... Read More »

د بشریت د ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ژوند

muhammad

په ټوله نړۍ کې تورتم و، ټول بشري حقونه له پښو لاندې شوي وو، په اصطلاح زورواکو، غلو او لارشکونکو به په لویه لاره ډاکه واچوله، اصیل او خپلواک انسانان به یې راونیول، حریت او ازادي به یې ورڅخه سلب کړل په بازار کې به یې د مریانو په توګه وپلورل، ښه بېلګه یې حضرت زید بن حارثه رضی الله ... Read More »

له بهرنیو ځواکونو سره د کارکوونکو ژوند تریخ شوی

zbaronki

په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو سره کارکوونکي او ترجمانان وايي، چې په دغه هېواد کې یې د وسلوالو د ګواښونو له امله ژوند تریخ شوی دی. دوی به دې اند دي، چې هېواد کې ورځ تر بلې نا امني په زیاتېدو ده او طالبان پراخې سیمې نیسي، چې ورسره دوی هم په ارامه سا نشي اخیستلی او مجبور دي، ... Read More »

د مدرسو پالنه په ملي ثبات کې ژور اغېز لري

madrassa

دا حقيقت د لمر په شان روښانه دی چې افغان ملت يو متدين، مېړني او پر خپل ملي کلتور مين ولس دی. د دې برګنو واړه او زاړه خپلو ګردو مذهبي شعايرو او ديني مقدساتو ته د زړه له تله درناوی لري. دلته هر ماشوم، ځوان، بوډا، ښځينه او نارينه د همدغو ارزښتونو په نامه خپل ځانونه او سرونه قرابانوي ... Read More »

لوګر : د قومندان په ګډون امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

logar

طالبانو په لوګر ولایت کې د پولیسو د یو مهم قوماندان او یو شمیر عسکرو له وژنې خبر ورکړی او ادعا یې کړې، چې دغه ولایت کې د سختو جګړو پر مهال امنیتي ځواکونو ته درانه مالي او ځاني تلفات اوښتي. د طالبانو له لوري رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې: د منصوري عملیاتو په لړ کې ... Read More »