تازه خبرونه
Home / سیاست (page 144)

سیاست

افغان سياست : د بل واکۍ بدترين مثال

afghan sisat

  لکه چې ټول افغان مسلمان ولس شاهد دی ، لويديزو يرغلګرو له تېرو ديارلسو کالو راهيسې په خپلو تبليغاتي ډنډورو سره زموږه غوږونه راوخوړل ځکه شپه ، ورځ  سهار او ماښام به همدا خبرې وې چې ولسواکي ، جمهوريت ، ټاکنې ، مدني ټولنې ، ټاکنيز کميسيون او داسې نور د بشري حقونو اساسات تشکيلوي او موږ د همدغو ارزښتونو ... Read More »

راځئ دبحران ختمولوته موټې رابډ وهو

bohran copy

شک نشته چې دا وخت ګران هېواد افغانستان  له سخت بحران او پرېشانۍ سره مخ دی ، چې متاسفانه  ددغه بحران اصلي لوبغاړي او لاس په کار خلک هم خپله افغانان دي . او دا يو تريخ واقعيت او څرګند حقيقت دی چې له بده مرغه اوس د همدې هېواد يو شمېر اوسېدونکي داسې هم دي چې هيڅکله زموږ د ... Read More »

د اسلامي دولت « داعش » پر خلاف نوې امريکايي تګلاره

daish amrica

له تېرو څلور پنځو ورځو راهيسې د سپينې ماڼۍ په حواله دا خبره په عامه رسنيو کې ډېره توده وه چې د چارشنبې په ورځ به ولسمشر اوباما د دولت اسلامي په مقابل کې خپله تګلاره اعلانوي ، نو ځکه د هر چا تلوسه وه چې دا به څرنګه نوې تګلاره وي چې بالآخره چارشنبه راورسېده ، اوباما تېره شپه ... Read More »

د هیواد نازک حالات او د اصلاحاتو ډلې بېړنۍ هلې ځلې

hewad copy

په داسې حال کې چې د افغان هېواد يو کلن انتخاباتي جريان ټول ملت د تباهۍ او بدبختۍ پر ټغر کېناؤ ، بې روزګاري يو په لسه ، کاروبار ، سوداګري ، حرفت او صنعت په ټپه ودرید ، امنيت ورځ تر بلې خطرناک ، قومي تاوتريخوالی او سرکاري ادارو کې د ځان پالنې او چور تالان بازار داسې په ... Read More »

د غزې د خلکو نظم او قربانۍ ته سلام !

GHAZA KHALAG

  ليکوال : نوراحمد «ميوند وال» هسې خو د فلسطين کړېدلي ولس د تاريخ په اوږدو کې ډېرې تودې سړې ليدلې او له سختو ازمويښتونو سره مخ شوی ځکه د قدس زمکه په نړۍ کې يو ځانګړی حيثيت لري . دا سيمه يهودان د الله تعالی په فرمان سره خپله بولي چې وايي خاص موږ ته يې ليکلې او ټاکلې ... Read More »

افغان اسلام پالي دې له ترکيې څخه زده کړي!

ISLAM PALI3

ليكوال: استاد شهاب (نيازي) دا چې افغان اسلامي تحريک له تېرو څلويښتو کلو راهيسې خورا سختې لوړې ژورې وليدې ، له ډېر ځواکمن مقاومت ، ظالمانه يرغلونو او تباه کونکې قومي او کورنۍ جګړې سره مخامخ شو ، نو په دې اساس لازمه ده چې اوس د همدې دورې په اوږدو کې پر خپلو تېرو مختلفو دريځونو ، تګلارو او ... Read More »

اردوګان د پرمخ تللې تر کیې اسلامي مؤسس

NB-106522-635419124437760958__2014_07_26_h23m12s43__SR

ليكوال: استاد شهاب (نيازي) په کال ۱۹۲۴ کې چې د کمال اتاترک لخوا دسلطان عبدالمجید په مشرۍ اسلامي خلافت ونړول شو د ترکیې هیواد د لادینه کیدو هڅې پیل شوې. کمال اتاترک خپل ټول کوښښ په دې متمرکز کړ چې څرنګه وکولای شي دغه اسلامي هیواد چې څه دپاسه ۵۰۰ کاله د اسلامي خلافت مرکز پاتې شوی د دین او ... Read More »

د جبري ايتلاف خطرناکې پايلې

n00052930-b

په دې کې څه شک نشته چې ګران هېواد مو د بهرنيو له خوا اشغال ، خپلواکي مو سلب او دلته د ټولو جرياناتو د کنټرول مزی د پرديو په لاس کې دی ، دا يو واقعيت دی چې هيڅوک ترې سترګې نشي پټولای . دلته زموږ لپاره چې هر چارواکی ، وزير ، والي او عسکري قيادت ټاکل کيږي ... Read More »

په راتلونکي مهال کې د هيواد يو اټکلي تصوير!ليکوال استاد شهاب (نيازی)!

how-to-take-action-photos.WidePlayer

موږ په غيبو نه پوهيږو او نه دا را معلوميږي چې سبا به څه کيږی . البته د عقل ، تجربې او تاريخي پيښو د مقايسې له مخې په هره موضوع کې څه ناڅه اټکل ضرور کيدای شي . په دې اساس د خپل ګران هيواد له تاريخي کتنې ، ددې ولس له خوی وبوی ، احساساتو او د يرغلګرو ... Read More »

راتلونکی حکومت او د سولې ممکنه لارې چارې!

10502055_1454505291464722_8584342553793059355_n

دا دی چې هرڅنګه و، په ګران هېواد کې ديو سياسي حل په ترڅ کې ددواړو کانديدانو په موافقه سره پريکړه وشوه چې د انتخاباتو ټولې رايې به دملګروملتونو تر نظارت لاندې يو ځلې بیا دسره شميرل کيږي وروسته به بیاپه ټاکلې نېټه نتيجه اعلانيږي او نوی حکومت به واک تر لاسه کوي خو کوم شی چې د افغان ځورېدلي ... Read More »