تازه خبرونه
Home / سیاست (page 4)

سیاست

ولسمشر: د ګوزڼ ناروغۍ باید په جدي توګه له منځه یوړل شي

waksen

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۰/۲۱): ولسمشر غني چې نن یې له غرمې وړاندې په افغانستان کې د ګوزڼ پروګرام د تطبیق د پرمختګونو او ننګونو په اړه یو راپور واورېده، ټینګار یې وکړ، چې د ګوزڼ ناروغۍ باید په بشپړه توګه له منځه یوړل شي. یاد راپور چې د عامې روغتیا وزارت او د اړونده ادارو مسؤلینو د افغانستان په بېلابېلو ... Read More »

افغان چارواکي لا هم د داعشیانو حضور پراخېدل نه مني

daeashh

طالب نیوز ــ (۱۳۹۷/۱۰/۲۱): که څه هم له ننګرهار، وروسته په کونړ، جوزجان، سرپل او بدخشان کې هم د داعشیانو د پراخ حضور خبرونه ورکړل شو؛ خو سره له دې افغان چارواکي د هغوی را اوچتېدل نه مني او وایي، چې داعش وسلوال به په هر ځای کې وځپل شي. تیره ورځ د ملي شورا غړیو هم اندېښنه وښوده، چې ... Read More »

تیر کال ولسي خلک تر ټولو زیات په ننګرهار، کندوز او بادغیس کې زیانمن شوي

KANDOZ

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۰/۲۱): راپورونه وایي، چې تیر کال ولسي خلکو ته تر ټولو زیات زیان په ننګرهار، کندوز، بادغیس او هلمند کې رسېدلی دی. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي: په ۲۰۱۷ میلادي کال کې هره ورځ له ۱۲۰۰ څخه زیات افغانان د جګړو له امله د خپلو مېنو پرېښودو ته ... Read More »

د هېواد ډېر څه برمته دي

lekana

د ولسمشر دويم مرستيال ښاغلی سرور دانش وايي چې سره له دې چې د برېښنايي تذکرو ټول قانوني او تخنيکي پړاوونه پوره شوي او د ملت فرد فرد يې د وېش انتظار باسي، بيا هم دغه ستره ملي پروسه د يو شمېر قومي توند لارو له خوا برمته شوې ده. موږ دلته پر دې خبره بحث نه کوو چې برېښنايي ... Read More »

په سوريه کې د افغانانو د مرګ ژوبلې هېښونکي ارقام!

afghan iran soria

په سوريه کې جنګېدونکي فاطمي لښکر په دې وروستيو کې د هغو افغانانو د مرګ ژوبلې وروستۍ او کره شمېره اعلان کړې چې د نوموړي لښکر په ليکو کې د اسد رژيم په ملاتړ له نورو سني ډلو سره د جګړې پر مهال مړه يا ژوبل شوي دي. په دغه شمېره کې راغلي چې تر اوسه د سوريې په جګړو ... Read More »

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲،۳ میلیارد افغانیو په ارزښت پنځه قراردادونه منظور کړل

meli tadarokat

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۰/۲۰): د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې پنځه قراردادونه منظور شول. ياد قراردادونه چې ارزښت یې ۲،۳ میلیارد افغانۍ دی لاندې پروژې پکې شاملې دي: له دوشي څخه تر بامیان پورې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا لین د وېش شبکې قرارداد چې په مشروط ډول منظور شوه. د موبایل له لارې ... Read More »

طالب مشران که هر چېرته وي ملت خو سولې ته اړ دی

QATAR TALIBAN OFFICE

د ملي محاذ ګوند مشر حامد ګيلاني تېره ورځ د خپلو پلويانو يوې غونډې ته د خپلې وينا په ترڅ کې د سولې پر اړتيا ټينګار وکړ او له حکومته يې وغوښتل چې پلمې دې نه کوي او د سولې په لار کې دې رښتيني عملي ګامونه واخلي. نوموړي زياته کړه اوس خو د طالبانو زياتره مشران هېواد کې دننه ... Read More »

مشرانو جرګه: د برښنايي تذکرو د وېش لړۍ باید ژر تر ژره پیل شي

masharano jarga

طالب نیوز ــ (۱۹ / ۱۰ / ۱۳۹۶): په هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېشولو موضوع يو له لانجو ډکه ستونزه ده، چې ډېرې مظاهرې او جنجالونه پرې وشول. همداراز په ولسي جرګې کې به هم پرې جنجالونه روان و، چې اوس هم دوام لري. خو د مشرانو جرګه بیا وايي: چې يادې پېژندپاڼې باید ژر تر ژره په ... Read More »

کندهار: محلي پولیسوته درنه مرګ ژوبله اوښتې

kandahar1

طالب نیوز ــ (۱۹ / ۱۰ / ۱۳۹۶): د طالبانو د یوې خبرپاڼې له مخې: چې تېره شپه یې د خپلو منصوري عملیاتو په لړ کې د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ کې د اربکیانو په یوه پوسته برید کړی دی. د خپرپاڼې په حواله: برید یې د يادې ولسوالۍ اړوند د تلوکان په سیمه کې د سلنګسر څلورلارې د ... Read More »

طالبان: د اروزګان په مرکز کې حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتي

taliban-flag1

طالب نیوز ــ (۱۳۹۷/۱۰/۱۹): طالب ویاند ادعا کړې، چې اروزګان ولایت کې د طالبانو په بریدونو کې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي: پرون سهار د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ته پر غزیدلي سړک د ملي اردو عسکرو په عملیاتي قوې او موټریز کاروان برید شوی دی. هغه وویل: یاد کاروان چې کندهار ... Read More »