تازه خبرونه
Home / میړني

میړني

بيټ نيکه

بېټ نیکه

بېټ نیکه، چې د بیټني او بټن په نومونو سره یې هم په پښتو تاریخ او ادب کې ذکر شوی، د پښتنو د ډیرو طایفو یو ستر او نومیالی نیکه تیر شوی، چې د ځينو روایاتو له مخې د غرغښت او سړبن ورور وو. په «پښتانه شعرا‌ء، مخزن افغان او پټې خزانې» تاریخي کتابونو کې د علم الانساب پوهانو، مورخینو ... Read More »

نه هېرېدونکي اتل مسلمانان حضرت مغیره بن شعبه رضی الله عنه

وروستی کس وم چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه جدا شوم حضرت مغیره بن شعبه رضی الله عنه د طایف د مشهورې قبیلې بنو ثقیف څخه و، چې ډېر سرکښ او جنګیالي خلک و؛ خو د ښه ژوند خاوندان و، ښه باغونه او ښې کروندې یې لرلې. د بعثت په لسم کال چې رسول الله صلی الله ... Read More »

نه هېرېدونکي اتل مسلمانان حضرت حنظله بن ابي عامر رضی الله عنه

اصحابه-کرام-رضي-الله-علیهم-150x125

(هغه څوک چې ملائکو غسل ورکړی) حضرت حنظله بن ابی عامر انصاری رضی الله عنه د مدینې د مشهورې قبیلې اوس د د عمرو بن عوف له کورنۍ څخه و. پلار یې (ابي عامر) د خپلې قبیلې یو مخور سړی او د تورات او انجیل عالم او د نبي علیه السلام راتګ یې مانه. نوموړي به هره ورځ د ابرهيمي ... Read More »

نه هېرېدونکي اتل مسلمانان حضرت عمرو بن عبسه رضی الله عنه

اصحابه-کرام-رضي-الله-علیهم-150x125

حضرت عمرو بن عبسه چې د مور نوم یې رمله بنت وقیعه و، د مستدرک حاکم د یو روایت له مخې د جلیل القدر مشهور صحابي حضرت ابو ذر غفاري رضی الله عنه د مور زوی یعنی اخیافي ورور و؛ خو ابوذر د بنو غفار قبیلې ته او عمرو بن عبسه د بنو سلیم قبیلې ته منسوب و. د جاهلیت ... Read More »

نه هېرېدونکي اتل مسلمانان حضرت اُبی بن کعب رضی الله عنه

اصحابه-کرام-رضي-الله-علیهم-150x125

حضرت اُبی بن کعب رضی الله عنه د مدینې منورې د انصارو د خزرج قبیلې، بنو نجار له کورنۍ څخه دی، چې له نبوي هجرته مخکې مسلمان شوی و. اُبی رضی الله عنه په انصارو کې تر ټولو لومړنی کس و، چې د وحې لیکونکی شو؛ ځکه چې دی مخکې هم په لیک او لوست پوهېده، تورات یې لوستی و. ... Read More »

نه هېرېدونکي اتل مسلمانان حضرت جریر بن عبدالله البجلی رضی الله عنه

اصحابه-کرام-رضي-الله-علیهم-150x125

حضرت جریر بن عبدالله بجیله قبیلې ته منسوب، چې دا قبیله د عربو په بیلابېلو سیمو کې پرته ده. يوه برخه یې په یمن کې وه، چې دی یې مشر او له دې نه مخکې یې نیکونو په یمن کې پاچاهي هم کړې وه. له بده مرغه چې جریر رضی الله عنه ډېر ناوخته په اسلام مشرف شو، په هغه ... Read More »

نه هېرېدونکي اتل مسلمانان حضرت جابر بن عبدالله انصاري رضی الله عنه

اصحابه-کرام-رضي-الله-علیهم-150x125

حضرت جابر رضی الله عنه د خزرج د قبيلې د بنو سلمه له کورنۍ څخه و له نبوي هجرت نه تقریباً نولس (۱۹) کاله مخکې زېږېدلی او د بعثت په دیارلسم کال د بيعت عقبه ثانیه په وخت کې له خپل پلار عبدالله بن عمرو بن حرام بن کعب سره يو ځای په اسلام مشرف شوی و، د حضرت جابر ... Read More »

د تاریخ يوه پاڼه غازي عبدالله خان اڅکزی

زمونږ په هېواد کې داسې غازیان او توریالي شته چې د هېواد او د هېوادوالو د ساتلو لپاره يې ډېر خدمتونه کړي او شهيدان شوي، يو له دغو څخه هم غازي عبدالله خان اڅکزی و. د بارکزیو په لوی ټبر کي غازي عبدالله خان اڅکزی د حاجي سربلند خان زوی او د عرض خان بیګ زوی و، عرض خان بیګ ... Read More »

نه هېرېدونکي اتل مسلمانان حضرت خالد بن سعید رضی الله عنه

اصحابه-کرام-رضي-الله-علیهم-150x125

حضرت خالد رضی الله عنه د قریشو د بنو امیه د يوې شتمنې او با رسوخه کورنۍ په غېږ کې لوی شوی. نوموړی د بعثت په لومړیو کې اسلام راوړ، د خالد رضی الله عنه د اسلام راوړلو کيسه هم عجیبه ده. ده يوه ورځ ډېر وېرونکی خوب وليد او ياد خوب یې ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته وويل، ... Read More »

نه هېرېدونکي اتل مسلمانان حضرت عبدالله بن جحش رضی الله عنه

اصحابه کرام رضي الله علیهم

عبدالله بن جحش رضی الله عنه د بنو اسد قبیلې ته منسوب او رسول اکرم صلی الله علیه وسلم سره يې د خپلوي دوه پيوندونه درلودل، د هغه مور اميمه بنت عبدالمطلب د پيغمبر صلی الله علیه وسلم ترور وه او د هغه خور حضرت زینب بنت جحش رضی الله عنه د امهات المؤمنین څخه وه. حضرت عبدالله بن جحش ... Read More »